Add new comment

330 kg of opium seized in Herat

 
هرات ( پژواک، ٢ وږى ٩٢) : د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې ايران ته قاچاق کېدونکي ٣٣٠ کيلوګرمه نشه يي توکي يې نيولي دي.
د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د وږي په ٢مه پژواک ته وويل،چې دغه نشه يي توکي يې د غوريان په ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه زياتوي،چې دغه نشه يي توکي ايران ته د قاچاق په نيت د غوريان ولسوالۍ په يوه لرې سيمه کې پرون ماښام د عملياتو پر مهال ترلاسه شول.
د غوريان امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي حسيني وايي،چې ترياک په غوريان ولسوالۍ کې د ايران سرحد ته نږدې يوه کلي کې د قاچاق په نيت پټ کړای شوی وو.
نوموړي زياته کړه، له نيول شويو نشه يي توکو سره په تړاو يې څوک نه دي نيولي، خو پلټنې  دوام لري.
غوريان ولسوالي د هرات ښار لوېديځ ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې له ايران سره پر پوله پرته ده.
د هرات پوليسو تېره مياشت هم شينډند ولسوالۍ کې په يوه مازدا موټر کې ۳۹۰ کيلو ګرامه ترياک له دوو قاچاق وړونکو سره نيولي وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.