Add new comment

په کندهار کې د کرکټ د نړيوال لوبغالي اړونده دفتر ودانۍ جوړه شوه

 
کندهار ( پژواک ٣٠ زمرى ٩٢ ) : په کندهار کې د کرکټ د نړيوال لوبغالي اړوند تاسيسات د افغانستان د کرکټ بورډ په مالي مرسته جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شول.
 د کرکټ نړيوال لوبغالى د کندهار ښار په عينو مېنه کې د هندوستان هېواد په مرسته جوړېږي، چې د مسوولينو په وينا، د جوړولو کار به يې تر راتلونکو څو مياشتو پيل شي.
 د کرکټ د همدغه نړيوال لوبغاړي اړونده دفتري ودانۍ نن د زمري په ٣٠مه، په داسې حال کې پرانيستل شوه، چې په مراسمو کې يې ، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د کرکټ د ١٩ کلنو د لوبډلې روزونکي حاجي عبدالولي امين، د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د کندهار د سپورټ آمر محمدالله ګلالي او يو شمېر نورو چارواکيو ګډون کړى و.
 ډاکټر نور محمد مراد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ نړيوال لوبغالى د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې شاوخوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت ورباندې راځي.
 هغه زياته کړه، اوسمهال د دغه لوبغالي اړوند يو دفتر رغول شوى، چې پکې دوه کاري خونې، دهلېز، تشنابونه او نور شامل دي او دغه راز د لوبغالي شاوخوا اوسپنيزه پنجره، د کرکټ لوبې لپاره د لومړني ګام په توګه يو پيچ او نور جوړ شوي دي.
دى وايي، پر دغو کارونو شاوخوا شپېته زره امريکايي ډالر لګول شوي، چې د کرکټ بورډ له بوديجې ورکړل شوي دي.
 د کندهار د کرکټ د فدراسيون پخوانى مسوول او د ١٩ کلنو لوبغاړو روزونکي حاجي عبدالولي امين پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ د نړيوال لوبغالي لپاره ٢٥ جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د افکو کمپنۍ د مسوول محمود کرزي له خوا ورکړل شوې ده.
 هغه زياته کړه، پر دغه لوبغالي يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راځي، چې پيسې يې د هندوستان له خوا ورکول کېږي، چې د پروپوزل اړوندې چارې يې پاى ته رسېدلي او تر راتلونکو څو مياشتو پورې به ورباندې کار پيل شي.
 ده وويل، دغه لوبغالى به په نړيواله کچه وي او له ١٠ تر ١٢ زرو نندارچيانو د ځايولو وړتيا به ولري او دغه راز په دغه لوبغالي کې په اړوندې ودانۍ، د روزنې اکاډمۍ او که و توانېدل يو کمپلکس جوړ کړي.
امين د کندهار د کرکټ د وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې تر دې مهاله په کندهار کې ٢٠ راجسټر شوې لوبډلې شته، خو ناراجسټر تر ٥٠ هم زياتې دي.
هغه وويل، د زونونو په کچه کندهار په کرکټ کې لومړى مقام لري، چې ګڼې لوبې يې ګټلي او دغه راز له دغه ولايت څخه په ملي لوبډله، ١٩ کلنو لوبډله کې هم د کندهار لوبغاړي شتون لري، چې ښه ځلېدلي دي.
 د يادونې  ده ، چې تر  دې مخکې په کابل او  ننګرهار ولايتونو کې هم د کرکټ دوه نړيوال لوبغالي جوړ شوي دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.