Add new comment

د امو دريا نفتو حوزې څخه دتېلو د استخراج پروسه بنده شوې

 
مزار شريف ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د سرپل والي وايي چې د امو سيند نفتو حوزه کې د تېلو د استخراج پروسه بنده شوې نه، بلکې ځنډول شوې ده.
د تېلو ددې حوزې ډېرۍ برخه په سرپل او يوه برخه يې په فارياب کې ده.
د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د نفتو ملي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مرکز اړونده د قشقري انګوت په سيمه کې څو مياشتې مخکې د تېلو داستخراج پروسه پيل شوې وه.
هغه زياته کړه چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې ددې پروژې کورني او بهرني کارکوونکي په رخصتۍ تللي دي چې له امله  يې ددې پروژې کار ځنډېدلى دى.
خو نوموړي وويل چې اوس هم يو شمېر چينايي کارکوونکي په سيمه کې شتون لري .
دسرپل والي وايي، دغه خام تېل بايد تصفيه شي، خو په افغانستان کې يې امکانات نشته.
د نوموړي په وينا، افغانستان بايد ددې تېلو دتصفيې قرارداد له ازبکستان يا ترکمنستان سره وکړي، او تر هغې پورې چې دغه قرارداد ونه شي، چارې به يې ولاړې وي.
حقبين وويل چې په دې پروژه کې تر زرو پورې کسانو کار کولو چې د ٤٠٠ پورې پياوړي امنيتي ځواک لخوا يې امنيت نيول شوى دى.
د نوموړي په وينا، تېر کال يې د څاه ګانو د کيندلو او نورې لومړۍ  چارې پيل شوې وې، خو درې مياشتې مخکې په عملي توګه يې د تېلو د استخراج چارې پيل شوې وې.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دا د نفتي توکو لومړى سوداګريز استخراج دى، چې د سرپل په انګوټ او قشقري سيمو کې پيل شو.
ټاکل شوې وه، چې د روان زېږديز کال تر پايه له دغو څاګانو څخه ١٥٠زره بوشکې نفت راوايستل شي، چې دا کچه په تدريجې ډول لوړېږي او په ٢٠١٣کال کې به ٣٠٠ زرو بوشکو ته ورسېږي او په راتلونکو کلنو کې به يې کچه نوره هم لوړه شي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې د چين له ملي شرکت سره چې کوم تړون لاسليک شوى د ٢٥کلونو لپاره دى او دولت به ټولټال د دې حوزې د نفتو له استخراج څخه شاوخوا ٧ ميليارده ډالره عايد ترلاسه کړي.
سرچينه زياتوي چې د دې حوزې د استخراج د هر کال عوايد ٤٠٠ ميليونه ډالره وړاندوينه شوې او ياد تړون د تمديد وړ هم دى.
د نوموړي په وينا، د تړون د موادو له مخې، د چين ملي شرکت ژمن دى څو د نفتو د چاڼ يوه تصفيه خونه جوړه کړي، چې په کال کې د يو ميليون نفتي توکو د تصفيې وړتيا ولري.
هغه سروې، چې د پخواني شوروي په وخت کې ترسره شوې وه، د امو په نفتي حوزه کې يې ٨٧ ميليون بېرله تېل اټکل کړى و، خو د چين د نفتي شرکت د سروې له مخې، په دې حوزه کې ٢٥٠ ميليونه بېرله تېل وړاندوينه شوې ده، چې ښايي دا کچه نوره هم لوړه وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.