Add new comment

Parwan blaze causes losses of 31million afs

 
چاريکار (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د پروان ولايت د سياګرد ولسوالۍ په بازار کې د تېرې ورځې اور لګېدنې شاوخوا ٣١ ميليونه افغانۍ زيان اړولى او اته تنه يې ټپيان کړي دي.
دغه اور تېره ورځ شاوخوا نهه بجې د سيا ګرد بازار په يوه ګازو پلورنځي کې د ګازډبې د چاودنې له امله ولګېد، چې وروسته يې نورو هټيو ته وغځېد او د غرمې تر ١٢ بجو يې دوام درلود.
د سياګرد ښاروال احمدخطاب بابکرخېل نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اورلګېدنه کې ٨ تنه ټپيان شوي، چې پنځه يې د ولسوالۍ په کلينيک کې بستر او پاتې نور تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
دغه راز دى وايي، چې د ولايت له مرکز چاريکارو څخه سيمې ته د ورغلي پلاوي څېړنې ښيي، چې په دې اورلګېدنه کې د بېلابېلو توکو ٥١ هټۍ،يو بس موټر او ٢٨ موټرسايلکونه سوځېدلي دي.
بابکرخېل وايي، د څېړنې موظف پلاوي په دې اورلګېدنه کې ټولټال ٣١ ميليونه افغانۍ زيان اټکل کړى دى.
دى وايي، چې په ولسوالۍ کې اطفائيه نشته او تر څو چې له مرکز چاريکارو د پېښې ځاى ته اطفايه رسېده، اور ډېر زيانونه واړول.
خو نجيب الله چې د تېلو هټۍ يې په دې اورلګېدنه کې سوځېدلې وايي، چې د سياه ګرد په بازار کې سل هټۍ په بشپړ ډول سوځېدلې او ١٥٠ نورې زيانمنې شوې دي.
ده له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې له پېښې ځپلو سره مرستې وکړي، ځکه چې ډېر زيانونه يې ليدلي او د همدې هټيو له لارې يې د ژوند اړتياوې پوره کولې.
د سياه ګرد ښاروال په دې اړه وايي، چې پلاوي زيانونه تثبيت کړي او له مخې به يې له زيانمن شوو سره د مرستې په اړه هم پرېکړه وکړي.
څو ورځې مخکې د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې هم د اور لګېدنې له امله ٢٠٠ هټۍ  وسوځېدې.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.