Add new comment

Uruzgan passport director killed in bombing

 
اروزګان (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ امر نن سهار اته بجې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا د زمري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه د ترينکوټ ښار په څلورمه ناحيه کې د پاسپورټ د امر نصرالله خان د کور مخې ته رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د پاسپورټ امر لومړى ژوندى و، خو وروسته يې د سختو ټپونو له امله د ولايتي بيارغونې په پوځي روغتون کې ساه ورکړه.
د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې ماين د پاسپورټ د امر د کور مخې ته خښ شوى و.
نوموړى زياتوي، چې د پاسپورټ امر دندې ته د تګ پر مهال په چاودنه کې لومړى سخت ژوبل شو، لومړى د درمنلې لپاره د ترينکوټ روغتون او وروسته د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) روغتون ته ولېږدول شو.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.