Add new comment

تاسیسات و تجهیزات سربازان آلمانى به نیروهای افغان سپرده ميشود

 
کندوز (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): جرمني اعلان  کړى، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به هم د دې هېواد ٨٠٠ پوځيان په افغانستان کې پاتې شي او د وتونکو سرتېرو ټول تجهيزات او تاسيسات به افغان ځواکونو ته وسپاري.
ټاکل شوې، چې الماني ځواکونه د ٢٠١٣ کال په وروستيو کې کندوز ولايت پرېږدي، خو د دې هېواد مرستې به روانې وي.
په کندوز کې د جرمني پوځي قوماندان جنرال وون رشنبرګ (Von Rechenberg G) په ياد ولايت کې، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، دوى هوډ لري، چې د روان زېږديز کال تر پايه له دې ولايت څخه خپل سرتېري د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ته او له هغه وروسته بيا په تدريجي ډول د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستانه وباسي.
هغه زياته کړه، له هغه وروسته به له ٦سوو څخه تر ٨سوو پورې کسان په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د سلاکارانو په توګه پاتې شي او ياد ځواکونه به يواځې په اړوندو برخو کې فعاليت وکړي.
د جرمني هېواد دغه جنرال څرګنده کړه، چې له کندوز څخه د وتلو پر مهال به خپل ټول امکانات، تاسيسات او د هغوى نور ټول د کار وړ توکي د ملي اردو کنډکونو، عامه نظم او نورو دولتي څانګو ته وسپاري.
نوموړي زياته کړه، المان له ٢٠١٤ کال وروسته هم افغانستان يواځې نه پرېږدي، بلکې په ملکي برخو کې به بنسټيزې پروژې پلې کړي.
جرمني، په افغانستان کې د لويو مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې څخه دى، چې د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې ٤٥٠٠ سرتېري لري، چې تراوسه يې په هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې پنځوس سرتېري له لاسه ورکړي دي.
المان تېر کال اعلان کړى و، چې د افغانستان له دولت سره به هر کال د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کې ٤٣٠ مليونه يورو مرسته کوي.
له جرمني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د تجهيزاتو د سپارلو خبره په داسې حال کې کېږي، چې بهرنيو ځواکونو د هېواد په ځينو برخو کې خپل تاسيسات ويجاړ کړي او شونې ده چې تجهيزات يې له ځانه سره يوسي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.