Add new comment

4 policemen killed in roadside bombing

 
چاريکار (پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د کاپيسا د کوهستان ددويمې حصې په ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سمونمل همايون رشيدى د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شپږو بجو رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې پوليسو د کوهستان ددويمې حصې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ماين کشف کړى او د انجنيرۍ څلور کسيزه ډله ددې ماين دشنډولو په موخه ساحې ته ورغلي وو.
د نوموړي په وينا، د پوليسو دانجنيرۍ ډله ياد ماين شنډ کړى و، خو د بېرته راتګ پر مهال په لاره کې د سړک د غاړې بل ماين پرې وچاودېد.
رشيدي وايي چې په دې چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول او دهغوى پوځي د ماين شنډولو موټر هم له منځه تللى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل چې دپېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.