Add new comment

Casualties as cars fall into crater

 
غزني (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د غزني ښار اړوند د کابل – کندهار پر لويه لار په دوو ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او اته نور ټپيان شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د زمري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرګ ژوبله نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د موټر فروشيو په سيمه کې د دوو کرولا موټرو د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، له يادو ترافيکي پېښو يو تن مړ او اته ټپيان، چې دوه مېرمنې او يو ماشوم هم په کې شامل دي، روغتون ته ور وړل شوي دي.
همت زياتوي، ياد دواړه موټر، چې له کابله کندهار ته پر لاره و هم مهاله پر سړک د ماين له امله جوړې شوې کندې ته لوېدلي دي.
د ده په خبره، چې د ټپيانو حالت ښه دى او درملنه يې روانه ده.
د يادونې ده، د کابل-کندهار پر سړک د ماين چاودنو ځاى ځاى کندې جوړې کړې، چې له امله يې په ترافيکي پېښو کې زياتوالى راغلى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.