Add new comment

Humayoon Zaheen

 
فراه(پژواک،٢٥زمرى٩٢): د ايساف ځواکونو څلور اکمالاتي ټانکر د هرات – کندهار پر لويه لار سوځول شوي او د کاروان د ساتونکو له خوا په نښته کې  څلور وسله وال هم وژل شوي دي.  
ياده پېښه تېر مازيګر ناوخته د فراه ولايت د بالا بلوک په ولسوالۍکې رامنځته شوه.
د بالابلوک ولسوال ملا سيد محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې څلور ټانکر سوځول شوي او د عامه نظم پوليسو ته ، چې د کاروان د امنيت  مسووليت يې پرغاړه درلود ،زيان نه دى اوښتى .
دفراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي، چې په دغه پېښه کې دوه وسله وال طالبان ټپيان شوي او دهغوى يو سراچه ډوله موټر هم پوليسو نيولى دى.
خو د شرف الدين په نوم يوتن ځايي اوسېدونکى وايي،چې د ايساف پنځه ټانکر يې د سوځېدو په حال  کې په خپلو سترګو ليدلي دي.
د هغه په وينا، د پېښې په ځاى کې يې د عامه نظم د پوليسو دوه جسدونه هم ليدلي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدادعا کوي، چې په دغه بريدکې يې د نړيوالو ځواکونو ١٠ اکمالاتي ټانکر  سوځولي او د عامه نظم  اته  پوليس يې وژلي دي.
مجاهد، د دوو وسله والو طالبانو وژل او د درېيو تنو ټپي کېدل هم منلي دي.
د يادونې ده، چې لس ورځې مخکې په همدغه سيمه په ورته بريد کې د ايساف ځواکونو ١٠ اکمالاتي ټانکرونه سوځول شوي او پنځه ساتوونکي يې وژل شوي و.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.