Add new comment

"په اروزګان کې سيمه ييزو پوليسو ٤ ملکي وګړي وژلي دي"

 
ترينکوټ (پژواک،٢٣زمرى٩): د اروزګان اوسېدونکي ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د عملياتو پرمهال د سيمه ييزو پوليسو له خوا څلور عام وګړي وژل شوي دي.
د عبدالهادي په نوم د خاص اروزګان يوه اوسېدونکي د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په کوچک سيمه کې، نن مازيګر ناوخته سيمه ييزو پوليسو عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د يوې مېرمنې په ګډون  څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ورک دي.
نوموړى وايي: "د دغو عملياتو مشري د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان حکيم شجاعي په غاړه وه."
خو د خاص اروزګان ولسوال حميدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې یاد عمليات تاييد کړل، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله يې رده کړه.
د ده په خبره، په ياده سيمه کې عمليات د طالبانو له خوا د نومول شوي ولسوال قاري قدرت الله د نيولو په موخه ترسره شوي دي.
د يادولو ده چې په اروزګان کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حکيم شجاعي، په دغه ولايت کې د ملکي وګړو پر وژلو او ځورلو پخوا هم تورن شوى و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.