Add new comment

د کندهار پر زندان بريد کوونکې وسله واله ډله ونيول شوه

 
کندهارښار(پژواک،٢٣زمرى٩٢): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت پر عمومي زندان يې د بريد پلان شنډ کړى او په دې تړاو يې لس کسيزه وسله واله ډله نيولې ده.
 دغه څرګندونې د کندهار د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد نن د زمري په ٢٣مه، اوونيزې امنيتي غونډې ته وکړې، چې پکې د کندهار والي، امنيه قومندان، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال، په سوېل کې د ايساف قوماندان او يو شمېر نورو نظامي مسوولينو برخه لرله.
 د کندهار د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد وويل، چې وسله والو مخالفينو د کندهار پر عمومي زندان د بريد پلان درلود، چې د هغوى له لوري شنډ شوى دى.
 هغه زياته کړه، په روانه اوونۍ کې يې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هغه لس کسيزه وسله واله ډله نيولې، چې غوښتل يې د کندهار د سرپوزې پر زندان بريد وکړي.
 نوموړي د دغې ډلې په اړه نور معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې له هغوى سره يې يوه اندازه وسلې هم نيولې او دا مهاله ورڅخه پلټنې روانې دي.
 عمومي محبس چې د کندهار ښار لوېديځ لورى، د سر پوزې په سيمه کې دى، تر دې وړاندې ورباندې دوه ځله وسله والو مخالفينو په ډله ييزه توګه بريدونه کړي او هر ځل ترې سلګونه جنايي او سياسي بنديان تښتېدلي دي.
 له دغه زندان څخه د بندياتو د تېښتې وروسته پېښه دوه کاله مخکې وه، چې د يوه تونل له لارې ترې د زرو په شا و خوا کې بنديان وتښتېدل.
 د ملي امنيت رييس دغه راز په کندهار کې د سړي تښتوونکو او غلو د نيول کېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې يوه ډله يې نيولې، چې په وسله والو غلاوو، جنايي جرمونو او تښتوونو کې لاس لري.
 دى وايي، له دغې ډلې يې پلټنې پيل کړې او هڅه يې دا ده، چې له دې لارې د هغوى نور ملګري غله او جنايتکاران هم ونيول شي.
 د ملي امنيت رييس داسې مهال د سړي تښتوونکو او غلو د ډلې د نيول کېدو خبره کوي، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې د وسله والو غلاوو او د پيسو د تر لاسه کولو لپاره د ماشومانو د تښتولو پېښې زياتې شوې دي.
 په دې برخه کې وروستۍ پېښه د ګمرک د مرستيال د پنځه کلن زوى د تښتونې وه، چې د روژې په وروستۍ لسيزه کې د پيسو لپاره تښتول شوى و، خو د اختر په شپو او ورځو کې يې مړى وموندل شو.
امنيتي ارګانونو د دغې پېښې په تړاو د ماشوم کاکا او يو شمېر نور کسان نيولي، چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
 د کندهار والي او د امنيتي غونډې برخه والو له قضايي ارګانونو په جدي توګه وغوښتل، چې نيول شوو غلو او سړي تښتوونکو ته په علني توګه سخته سزا ورکړي، چې د نورو لپاره عبرت شي.
 په اوونيزه امنيتي غونډه کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه د هغوى له لوري د تر سره شويو عملياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې روانه اوونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې په چاڼيزو عملياتو کې ٧٧ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي، چې د لويو لارو پر سر ايښودل شوي وو.
 هغه دغه راز وويل، چې په پنجوايي او غورک ولسواليو کې يې هم عمليات کړي، چې د يوه قومندان په ګډون پکې ٥ وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي.
 په دې غونډه کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پر بهير هم خبرې وشوې او په ډاګه شوه، چې دغه لړۍ له کومې ستونزې پرته روانه ده.
 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کې د ټاکنو د کمېسيون مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د نوم ليکنې د کارټونو د وېش او په ټاکنو کې د ګډون په موخه دې د عامه پوهاوي هڅې زياتې کړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.