Add new comment

12 criminals detained in Parwan

 
چاريکار (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): پوليسو د پروان په بګرام ولسوالۍ کې ٧ تنه د موټرسايکلونو د غلا، يو د قتل او ٤ تنه د ناقانونه وسلو د ګرځولو په تړاو نيولي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان په تېرو څو ورځو کې د بګرام په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د هغه په وينا، يادو ٧ تنو په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ١٠ موټرسايکلونه غلا کړي او يا يې له خلکو په زور اخيستي دي.
قدوسي وايي، چې له څلورو نورو نيول شوو کسانو درې تومانچې او يو کلاشينکوف، چې په ناقانونه توګه يې ګرځول، ترلاسه شوي دي.  
دى وايي، دوولسم نيول شوى تن چې فراري و، تورن دى چې څه موده مخکې يې خپل د تره زوى وژلى دى.
د بګرام د دهن ميدان سيمې اوسېدونکى غلام حضرت د پوليسو دغه کړنې ستايي او هيله کوي، چې په راتلونکي کې هم د جرمونو د مخنيوي لپاره ورته هڅې وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې، په بګرام کې د موټرسايکلونو غلاوې په دې وروستيو کې ډېرې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.