Add new comment

د ظاهرشاهي کانال له اوبو خپلسرې ګټې د ځينو ولسواليو کرنه زيانمنه کړې

 

 
کندهار ( پژواک ٢٢ زمرى ٩٢ ) : د کندهار ولايت د يو شمېر ولسواليو کروندګر او د اوبو مېرابان شکايت کوي، چې د ظاهر شاهي کانال (لويې ويالې) پر څنډو ګڼ شمېر خلکو په ناقانونه توګه واټر پمپونه اېښي او له دغو اوبو پر خپل سر ګټه اخلي، چې له امله يې د هغوى کرنه زيانمنه شوې ده.
ظاهرشاهي کانال کلونه وړاندې له دهلې بند څخه را بېل شوى، چې دا مهال د دريو ولسواليو ډنډ، دامان او پنجوايي ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
خو اوس د دغه ولسواليو کروند ګر وايي، چې له امله يې د هغوى کرنيزو ځمکو او باغونو ته کافي اوبه نه رسېږي.
د دامان ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه کانال د ارغنداب ولسوالۍ له سربند څخه تر دامان ولسوالۍ پورې ګڼ شمېر کروندګرو واټرپمپونه ايښي او په ناقانونه توګه له دغو اوبو ګټه اخلي.
هغه زياته کړه، دا چې واټر پمپونه په زياته کچه اوبه پورته کوي، نو له امله يې په دغه کانال کې اوبه کمېږي.
دى وايي، پر خپله ځمکه يې د خټکيو پالېز کرلى، چې له ظاهر شاهي کانال څخه يې اوبوي، خو د اوبو د کمښت له امله يې پالېز زيانمن شوى دى.
د ډنډ ولسوالۍ يو بل کروند تورجان پژواک اژانس ته وويل، چې پر ظاهر شاهي کانال شاوخوا ٦٠ واټر پمپونه اېښودل شوي او پر خپل سرې توګه کارول کېږي.
دى وايي، که د دغه واټر پمپونو مخه ونيول شي، نو ټولو کروندګرو او باغ لرونکو ته به مناسبه اندازه اوبه ورسېږي او بيا به د چا حق نه خوړل کېږي.
د نوموړي په وينا، تېر کال دغه ستونزه له ولايتي چارواکو سره شريکه شوې وه او هغوى ژمنه کړې وه، چې دغه غير قانونه واټر پمپونه به لرې کوي، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى.
د همدې ستونزې د حل لپاره اوس تازه د ډنډ دامان او پنجوايي ولسواليو مېرابانو د کندهار له والي او د اوبو د تنظيم له رييس انجنير شېرمحمد عطايي سره ليدلي او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې کړې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو ولسواليو د مېرابانو تر ټولو لويه ستونزه د ظاهر شاهي کانال پر څنډو د يو شمېر کروندګرو له خوا پر خپل سر د واټرپمپونو اېښودل وو، چې ګڼ شمېر کروندګر يې د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه، مېرابانو د اوبو لګولو له رياست او امنيتي ارګانونو څخه شکايت وکړ، چې د مخکنۍ پرېکړې پر بنسټ يې بايد ناقانونه واټر پمپونه لرې کړي واى، خو هغوى تر اوسه دا کار نه دى کړى.
د کندهار والي د مېرابانو د شکايتونو پر بنسټ امنيتي ارګانونو او د اوبو لګولو رياست ته امر وکړ، چې د ظاهر شاهي کانال په اوږدو کې اېښودل شوي ټول ناقانونه واټر پمپونه لرې کړي، تر څو ټولو کروندګرو او باغ لرونکو ته په يوه اندازه اوبه ورسېږي.
هغه امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تکرار په صورت کې دې له عاملينو سره قانوني چلند وکړي.
والي له خلکو وغوښتل، چې دولتي ادارو تر څنګ دې په خپله خلک هم د دغه کانال څارنه وکړي او د دوديزو حشرونو له لارې دې يې پاک وساتي.
د کندهار ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير شېر محمد عطايي هم پژواک اژانس ته وويل، چې د خلکو د دې ستونزې د حل کولو په موخه يې له کروندګرو او مېرابانو سره کتلي دي.
ده زياته کړه، د اوبو لګولو رياست به د امنيت ارګانونو په مرسته د ظاهرشاهي کانال پر څنډو ټول اېښودل شوي واټرپمپونه لرې کوي او په راتلونکي کې به له خلکو سره په ګډه د دغه کار د نه تکرارېدو په موخه ګډ کار کوي. 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.