Add new comment

په کامدېش کې پوليس د وسله والو له محاصرې خلاص شول

 
جلال اباد،ميمنه (پژواک،٢٢زمرى ٩٢): دنورستان چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې  د وسله والو له خوا محاصره شوي پوليس خلاص شول .
د نورستان والي محمد تميم نورستاني د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د کامدېش ولسوالۍ پر ګډو امنيتي پوستو د وسله والو له لوري بريدونه پيل شوي وو او يو شمير پوستې محاصره شوې وې، چې نن له محاصرې خلاصې شوې.
نورستانى وايي، چې په خپله  له يو شمير امنيتي ځواکونو سره يادې سيمې ته تللى او له يوې درنې جګړې وروسته د پوستو محاصره ماته شوې ده.
ده وويل: ((وسله وال په شاتګ ته مجبور شوي او له سيمې په تېښته بريالي شول.))
هغه زياته کړه ، په نښته کې دوه تنه وسله وال  مخالفين وژل شوي او يوتن  د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندى نيول شوى دى.
دى وايي، چې که  سيمې ته تازه دمه سرتيري نه واى رسيدلي، نو لرې نه وه چې يو شمير پوستو به سقوط کړى واى.
هغه زياته کړه: ((دوسله والو شمير ډېر زيات و او له څو خواوو نه يې بريدونه کول ، چې د نورو سرتيرو په ورتګ سره ټول وتښتېدل.))
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ياده پېښه کې د ګڼو امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
 ياده دې وي، چې نورستان  هغه غرنى ولايت دى چې وخت ناوخته پکې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته کيږي.
 ديوه بل خبر له مخې ، د فارياب د المار ولسوال محمد صالح پژواک ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا پر شپږ نيمو بجو ديادي ولسوالۍ سويل لوري ته په دري کيلو مترۍ کې  دسپرليو پر يوه موټر دماين چاودنه شوې ده .
 دده په وينا په دغه چاودنه کې ديوه پوليس په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ملکي وګړي ټپيان دي .
 ديادي پيښي مسووليت تردي مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.