چاريکار( پژواک ٢١ زمرى ٩٢): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د تېرې شپې سېلابونو له امله يو تن مړ او بل لادرکه دى او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي .
د سياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه د سختو بارانونو له امله د يادې ولسوالۍ په فندقستان ، خشکي ، قل خول او سنجل سيمو کې سېلابونه راووتل.
د ده په وينا، سېلاب د فندقستان په سردرې سيمه کې دوه تنه ځوانان وړي ، چې يو يې تر اوسه ( له غرمې وروسته درې نيمې بجې ) لادرکه دى او بل يې چې ١٩ کاله عمر لري، مړ پيدا شوى دى .
دى وايي ، چې په سردره کې د سېلاب له امله يو ماشوم لږ ټپي شوى هم دى .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په يادو سيمو کې سېلابونو ټولټال١٩ کورونه سخت زيانمن کړي ٢٨٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه ،٤٧ سربندونه ، لس پولګوټي او شل کيلومتره سړک يې تخريب کړي او د غنمو ٧ درمندونه يې وړي دي .
دى وايي، چې پر يادو کرنيزو ځمکو جوار ، لوبيا ، کچالو او نور کرل شوي و او يوه برخه يې باغونه وو.
د فندقستان درې يو اوسېدونکى نجيب الله وايي، چې په ياده دره کې تېره شپه شاوخوا لس بجې سېلاب راغلى او د سېلاب په مخه کې کورونه يې سخت زيانمن کړل.
دى وايي، چې سېلاب د ده سل منه غنم هم وړي او د زردالو ، بادامو او الو د ونو يو جريب باغ يې تخريب کړى دى .
هغه وويل، چې له سېلاب ځپلو سره چا تر اوسه مرسته نه ده کړې .
ده له دولت او مرستندويه موسسو وغوښتل ،چې د سيمې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د سياه ګرد ښاروال احمد خطاب بابکرخېل وايي، چې د سېلابونو د زيانونو په اړه يې د پروان ولايتي ادارې ته راپور ورکړى ، خو د ناامنۍ له امله د زيانونو د معلومولو په موخه تر اوسه پلاوى سيمې ته نه دى تللى .
وړمه ورځ هم د پروان په شيخ علي او سرخ پارسا ولسواليو کې سيلابونه راغلي و ، خو يواځې مالي زيان يې اړولى و.
وړمه ورځ په کابل ، ميدان وردګو ، پکتيکا او کاپيسا ولايتونو کې هم سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ ٢٣ تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړل .