Add new comment

په ميدان وردګو کې د ترکيې د پي ار ټي ماموريت پاى ته ورسېد

 
کابل ( پژواک ٢١ زمرى ٩٢ ) : په ميدان وردګو ولايت کې له شاوخوا اوه کلن ماموريت وروسته د ولايتي بيارغونې ډلې ماموريت پای ته ورسېد.
په  همدې موخه د زمري په ٢١مه، د ولايت په مرکز ميدان ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې له والي سربېره په افغانستان کې د ترکيې سفير،د پوهنې وزارت مرستيال، امنيه قوماندان،د ملي امنيت رييس،د ولايتي شورا مرستيال او د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو مسوولينو ګډون کړى وو .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي پخپلو خبرو کې له ترکيې مننه وکړه، چې د خپل ماموريت په دوره کې يې ١١٢ هغه پروژې چې د دغه ولايت خلک به ورڅخه تر ډېرو کلونو پورې ګټه واخلي ترسره کړې دي.
هغه د بېلګې په توګه د ترکيې د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري د مسلکي انسټيټيوټ ،د پوليسو روزنيز مرکز ،د شېدو د پروسس مرکز،سړو خونو،روغتونونو ته ودانۍ او ځينو نورو پروژو د پلي کولو يادونه وکړه.
خوګياڼي زياته کړه، چې که څه هم  دوست هېواد ترکيې په دغه ولايت  کې خپل کاري ماموريت پای ته ورساوه، خو له بل لوري له دې ولايت او يوشمير نورو ولايتونو څخه د ولايتي بيارغونې ډلو تګ په دې معنا دی،چې اوس مهال افغانان تر ډېره حده پخپلو پښو درېدلي دي .
د ولايتي شورا مرستيال حاجي محمدحضرت جانان د ولسونو په استازيتوپ د ولايتي بيارغوونې د ډلې له مسوولينو او ټولې کاري ډلې څخه په دې ولايت کې د ترسره کړو کارونو له امله مننه وکړه او له دوی سره يې د اړېکو د نه پرېښودلو غوښتنه وکړه .
هغه زياته کړه ، چې د ترکيې هېواد د دغه ولايت د ولسونو لپاره په لسو بېلابېلو برخو کې،چې په کې د پوهنې،روغتيا،امنيت، کليو پراختيا او ځيني نورې شاملې دي ، پروژې ترسره کړي او دا به د دغه ولايت اوسېدونکي د تل لپاره په ياد ساتي.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال دوکتور شفيق صميم وويل : ((  زه د پوهنې وزارت په استازيتوب په دغه ولايت کې د ترکيې دبيارغونې ډلې څخه ډېره مننه کوم،چې د خپل ماموريت په دوره کې يې ٢٣ ښوونځي جوړ کړي او د دې ترڅنګ يې د مسلکي انسټيټيوټ جوړول او همدا راز د ولايتي بيارغونې ډلې جوړه شوې ودانۍ د پوهنې رياست ته سپارل يې له دوی سره له اړينو مرستو څخه دي.))
په  افغانستان کې د ترکيې سفير بساط اوزترک وويل ، چې د ميدان وردګو ولايت د مسوولينو او ولسونو له لوري په دغه ولايت کې د دوی د استازو په ښه توګه مېلمه پالنه شوې او دوی هم د خپل کور په څېر د بيارغونې په برخه کې کارونه کړي.
ده زياته کړه: (( دا په دې مانا نده،چې موږ به له ميدان وردګو ولايت څخه ولاړشو او له دغه ولايت سره به خپلې مرستې ودروو،بلکې له دغه ولايت سره به نور هم خپلو مرستو ته ادامه ورکوو .))
ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د پي ار ټي ګانو د تړل کېدو لړۍ پيل شوې ده، د افغانستان حکومت پر دې ادارو نيوکه کوله، چې موازي حکومتونه يې جوړ کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.