Add new comment

Would-be suicide bomber shot dead in Uruzgan

 
ترينکوټ ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يې يو   ځانمرګى بريدکوونکى موخې ته تر رسېدو وړاندې په ډزو وواژه.
د ارزګان د والي وياند عبدالله همت د زمري په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل ،ځانمرګي د پوليسو جامې اغوستې وې او غوښتل يې د کابلبانک مخ ته ځان ورسوي.
همت زياتوي، نن سلګونه پوليسو له کابلبانک څخه خپل معاشونه اخيستل او ځانمرګي د پوليسو له جامې په ګټه اخيستنې سره غوښتل، چې د پوليسو منځ ته ننوځي،خو د پوليسو له لوري تر پېژندلو وروسته ووژل شو.
هغه زياتوي،په پېښه کې هيچا ته زيان نه دى رسېدلى.
د عصمت الله په نوم هغه پوليس ،چې دغه ځانمرګى يې پېژندلى وايي،چې ځانمرګي ته يې د درېدو امر وکړ، خو هغه  دغه امر ونه مانه .
نوموړى زياتوي،چې ده ياد ځانمرګى په غيږ کې ونيو او د ده بل ملګري پرې ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې وواژه.
طالبانو تر دې مهاله په دې ا ړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.