Add new comment

په کندهار کې له يوې ديني مدرسې ٧٧٠ ښځينه او نارينه زده کوونکي فارغ شول

 
 کندهار  ( پژواک ۱۲ زمری ۹۲ ) په کندهار کې د مسعوديه په نوم له يوې ديني مدرسې څخه ٧٧٠ تنه نارينه او ښځينه زده کوونکې فارغ او برليکونه ورکړل شول.
د فراغت په دغو مراسمو کې د کندهار ولايت مرسيتال عبدالقديم پتيال، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال، ديني عالمانو او نورو ګډون کړى و.
د مسعوديه مدرسې مشر مسعود اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، فارغو شويو هلکانو او نجونو د نهو مياشتو په موده کې ديني او عصري زده کړې کړې، چې پکې تجويد، د قران کريم زده کړه، فقه، عقايد او نور شامل دي.
خو ده وويل، چې زده کوونکو ته يې د ديني زده کړو تر څنګ انګليسي او کمپيوټر هم ور زده کړې دي.
د اخندزاده په خبره، د ۷۷۰ تنو فارغینو له جملې څخه ۳۱۰ تنې نجونې او ۴۶۰ تنه یې هلکان دي.
د کندهار د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال خوښي څرګنده کړه، چې په يوه ديني مدرسه کې د عصري زده کړوې تر څنګ ديني زده کړې هم کېږي.
هم وويل، دغسې ګامونه د ښوونځي او جومات تر منځ پيدا شوى واټن له منځه وړي.
د هيلې په نوم يوې نجلۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، خو شحاله ده چې اوس يې قران کريم په تجويد زده کړى دى.
دا وايي، اوس به په خپل کور کې نورو نجونو ته هم قران کريم وايي، خو له نورو نجونو سره به يې فرق دا وي، چې اوس په خپلو ټولو اصولو يې زده کړى دى.
په مسعودیه مدرسه کې ټولټال ۵۰۰۰ زده کوونکي  زده کړې کوي، چي ۳۰۰۰ تنه یې هلکان او ۲۰۰۰ تنې یې نجونې دي، چي د مسلکي استادانو له خوا د دیني زده کړو تر څنګ ورته د ښوونځي مضامین هم تدریس کېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.