Add new comment

پتیال: د نوم ليکنې مرکز د "جمعیت ګوند کسانو" لوټلى وو

 
کندهار ( پژواک ۱۲ زمری ۹۲ ) د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د نوم ليکنې هغه کارټونه، کتابونه او يو شمېر وسايل يې بيرته موندلي، چې درې ورځې مخکې په ارغنداب ولسوالۍ کې غلا شوي وو.
دغه مرکز د ارغنداب ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې و، چې څو ورځې وړاندې پکې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل شوې وه، خو د شپې له پلوه يې ځينې وسايل غلا شول.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د زمري په ۱۲مه،  په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه توکي د ناوړه موخو لپاره غلا شوي او بيا تر ځمکۍ لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، په دې اړه ډېرې دقيقې څېړنې روانې دي، چې دا کار چا او د څه لپاره کړى، خو دومره څرګنده شوې، چې په دې کار کې د ارغنداب ولسوالۍ د شورا غړي لاس لري.
 دى وايي، په دې کار کې ځينې احزاب او ډلې لاس لري او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو سره نېغ په نېغه اړيکه لري.
 ده وويل: ((دغه کارټونه د دې لپاره غلا شوي وو، چې په راتلونکو ټاکنو کې ترې د ناوړه او منحوسو څېرو په ګټه کار واخيستل شي.))
دا چې د دې کار تر شاه د چا لاس کېداى شي، پيتال وويل: ((دغه راز ناوړه کارونه هغه کسان تر سره کوي، چې په کندهار هوايي ډګر کې يې ځمکې غصب کړې، هوټلونه يې جوړ کړي، د خلکو د کريډيټ او پيسو د غلا کولو په موخه يې مخابراتي دستګاوې ايښې، د حکومت ټکس نه ورکوي، خلکو ته جعلي شهادتنامې جوړوي، له دوبۍ، تاجکستان او ازبکستان دلته خلکو ته فرمايشونه ورکوي، د خلکو تر منځ کرکې، شخړې او ستونزې پيدا کوي.))
پتيال د خپلو خبرو په دوام په څرګنده په کندهار کې د جميعت اسلامي ګوند مرستيال کليم الله نقيبي نوم واخيست او ويې ويل، چې له غلا شويو کارټونو څخه يې د خپلې ډلې په ګټه کار اخيست.
خو په کندهار کې د جميعت اسلامي ګوند مرستيال کليم الله نقيبي بيا پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې تر اوسه هيڅ خبر نه دى، چې څه وخت او څنګه د ټاکنو د دفتر وسايل او کارټونه غلا شوي دي.
دى وايي، د والي مرستيال څه موده مخکې په ارغنداب ولسوالۍ کې د اوبو پر سر د يوې قضيې پر سر ملامت وګڼل شو، او اوس داسې انګېري، چې ګواکې دا کار ما کړى دى.
د کندهار د ولاتي شورا منشي او د ارغنداب ولسوالۍ قوي مشر حفيظ الله مجاهد بيا وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د نوم ليکنې دفتر د ارغنداب د ولوسوالۍ د شورا غړي حاجي سلطاني لوټلى دى.
د هغه په خبره، څه موده مخکې د ځوان حرکت په نوم د يوې ټولنې له لوري د ولسمشر په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه او پکې حاجي محمد ته ويل شوي وو، چې که ځان ولايتي شورا ته کانديد کړي، نو ملاتړ به ورڅخه وکړي.
د ده په وينا، حاجي محمد د همدې لپاره د کارټونو په غلا کولو سره غوښتل، چې په راتلونکې ټاکنو کې کار ترې واخلي.
خو د ارغنداب د ولسوالۍ د شورا غړى حاجي محمد سلطاني دا خبرې ردوي او زياتوي، چې خلک ورسره شخصي ستونزې لري. نو ځکه يې پر خلاف دغسې څرګندونې کوي.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستي وکې د ځوان حرکت له خوا په ارغنداب کې د ولسمشر کرزي د مودې د غځېدو په موخه غونډه جوړه شوې وه، چې له امله يې په کابل کې د جمعيت اسلامي ګوند مشران په ارغنداب کې پر خپلو خلکو بې باوره شوي وو.
 دى وايي، هغوى ته ويل شوي وو، چې د ارغنداب ټول اوسېدونکي له دغه ګوند سره دي، خو په اصل کې ملاتړ د ولسمشر کرزي څخه وشو، نو ځکه يې پلويان اوس دغسې څرګندونې کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.