Add new comment

Azra district roads reopened: Jamal

 
ل علم (پژواک ١٢ زمرى ٩٢): د لوګر چارواکي وايي، چې د سيمرغ د عملياتو په ترڅ کې د ازرې ولسوالۍ تړلې ټولې لارې خوندي او پرانيستل شوې دي.
د يادې ولسوالۍ لارې له تېرو پنځو مياشتو وسله والو طالبانو تړلې وې، خلک يې د خوراکي توکو له کموالي سره مخ او له امله يې د پنځو ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه شول.
ارسلا جمال، چې نن (د زمرى ١٢مه) يې محمد اغې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، چې امنيتي ځواکونو په ازره کې خپل هدف ترلاسه کړى دى.
نوموړى زياتوي، افغان امنيتي ځواکونو له دريو لورو، لوګر، د پکتيا له ځاځي اريوب او د ننګرهار د حصارک له لوري پر ولسوالۍ عمليات پيل کړل او ازرې ته غځېدلې لارې يې پرانيستې.
د والي په وينا، د سيمرغ د عملياتو پر مهال په تېرو لسو ورځو کې تر سلو ډېر بهرني او کورني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي، چې د عملياتو پر مهال د ماينونو د چاودنې له امله افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.
د والي په وينا، چې وسله وال طالبان غواړي په لوګر کې خپل نفوذ ډېر او له دغه ځايه پلازمېنه کابل وګواښي.
ازره د لوګر د مرکز پل علم ختيځ ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او له پکتيا، ننګرهار او يوه سيمه يې د ډيورنډ له کرښې سره پولې لري.
دغه راز د ارسلا جمال د خبرو پر مهال وسله والو پر ولسوالۍ درې راکټونه توغولي دي.
د محمد اغې امنيه قوماندان سمونوال عبدالوکيل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه راکټي بريد کې چا ته ته زيان نه دى اوښتى.
هغه زياتوي، وسله الو پر ولسوالۍ درې راکټونه وتوغول، چې درې واړه له ولسوالۍ سره نږدې د امريکايي سرتېرو په پوځي کمپ کې ولګېدل او د کمپ کشفي بالون يې زيانمن کړ.
وسله والو طالبانو د لوګر د والي د اعا او پر ولسوالۍ د راکټي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.