Add new comment

Boy’s rape-murder triggers angry protest

 
ميمنه (پژواک ١١ زمرى ٩٢): يو شمېر خلکو، پر يوه ١٢ کلن هلک د جنسي تېري او د هغه د وژنې پر مهال د يوې امنيتي پوستې د بې پروايۍ په غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړ او هر څومره ژر يې د دې قضيې د عاملينو د نيولو او هغو ته د سزا غوښتنه وکړه.
شاوخوا ٣٠٠ تنو، چې تېره ورځ د والي د دفتر او ملي امنيت رياست مخې ته راټول شوي وو، ادعا يې کوله، چې د ميمنې ښار د شپږمې ناحيې په تاشلي سيمه کې د پوليسو پوستې په سل مترۍ کې د ذبيح الله په نوم پر يوه ١٢ کلن هلک د نامعلومو کسانو له خوا جنيسي تېرى شوى دى.
د هغوى په خبره، چې وروسته دغه ماشوم د پرتوګاښ په وسيله زندۍ او په ځمکه کې خښ شوى دى.
اعتراض کوونکي وايي، چې د دغه جنايت په اړه بايد د دې پوستې منسوبين ځواب ووايي.
د وژل شوي هلک ورور زين الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٢ کلن ذبيح الله د چهار شنبې ورځې پر ماسپښين، هغه مهال چې يو جوال غنم يې، په پشه خان سيمه کې له خپله کوره، د مرکبې په وسيله ښار ته لېږدول، نادرکه شو.
هغه زياته کړه: ((له پلټنې وروسته، د ذبيح الله مړى، په داسې حال کې چې په خپل پرتوګاښ زندۍ شوى و، نن (د پنجشنبې ورځ) د پوليسو د امنيتي پوستې په سل مترۍ کې، چې په خاورو کې خښ شوى، پيدا مو کړ.))
اعتراض کوونکي مجيب الرحمن د نورو په استازيتوب له دولته وغوښتل، چې هر څومره ژر دې د دې قضيې عاملين پيدا او سزا دې ورکړل شي.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې د دوى خبره وانه ورېدل شي، په خپله به د قضيې د فاعل په لټه کې شي او له پيدا کولو وروسته به له شريعت سره سمه سزا ورکړي.
يوه بل اعتراض کووني او د فارياب د علماوو شورا مرستيال غلام نبي غفوري وايي، چې د دې قضيې فاعلينو درې جرمونه کړي: يو د لواطت ناوړه فعل، دويم قتل او دريم په ظلم سره د دغه هلک وژل.
هغه وويل، چې د امنيتي او کشفي ځواکونو له خوا دې د دغه کار عاملين پيدا او سخته سزا دې ورکړل شي.
د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار وايي، چې والي محمدالله بتاش د دې پېښې په اړه د هلک له کورنۍ او معترضانو سره خپله غمرازي ښودلې، د  امنيتي، کشفي او د څارنوالۍ ګډ پلاوى يې ټاکلى څو د يادې پوستې له منسوبينو څېړنې وکړي.
د هغه په خبره، هرکله چې ثابته شوه چې د دې پېښې پر وړاندې د پوستې منسوبينو بې پروايي کړې او يا په خپله په دې قضيه کې لاس ولري، محاکمه به شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.