Add new comment

ارغنداب کې د نوم ليکنې مرکز لوټ شوى

 
کندهار ( پژواک ٩ زمرى ٩٢ ): د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې يو مرکز لوټ شوى دى.
 دغه مرکز د ارغنداب ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې ده، چې څو ورځې وړاندې پکې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل شوې وه.
 د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته د دغه مرکز د لوټ کېدو پېښه ومنله، خو ويې ويل، کېداى شي، چا غلا کړې وي، خو مخالفين دا کار نه شي کولاى، ځکه په دغه سيمه کې بشپړ امنيت دى.
 هغه زياته کړه، ناپېژاندوکسانو د شپې له پلوه له دغه مرکز څخه، چې د نارينه او ښځينه وو لپاره يې دوه محلونه لرل، د نوم ليکنې کارټونه، کېمرې او نور توکي غلا کړي دي.
د نوموړي په وينا، دغه مرکز امنيتي موظفين هم درلودل، خو په خپله دنده کې يې غفلت کړى دى.
ولسوال وايي، چې د موضوع د څېړنې په موخه يې پلټنې پيل کړي، خو هغه بيا هم ټينګار وکړ، چې وسله وال مخالفين دا کار نه شي کولاى، ځکه سيمه د هغوى له فعاليتونو خوندي ده.
 په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر نجيب الله حق پرست هم وايي ، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې يې د نوم ليکنې د مرکز اړوند کاري وسايل غلا شوي دي.
 هغه د موضوع اړوند نور معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې خبره يې له مسوولينو سره شريکه کړې او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
 د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د کندهار په ټولو ولسواليو کې هم دوه ورځې وړاندې د نوم ليکنې مرکزونه پرانېستل شول، خو دا لومړى ځل دى، چې د نوم ليکنې د مرکز د توکو د غلا خبر ورکول کېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.