Add new comment

له نیمروز څخه تښتول شوي دوه تنه واکسیناتوران خوشې شول

 
زرنج ( پژواک ۹ زمری ۹۲ ) په نیمروز ولایت کې د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي دوه تنه واکسیناتوران خوشې شوي دي.
دغه کسان دولس ورځې مخکې له چخانسور ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي وو.
د چخانسور ولسوال اقا محمد فضلي د زمري په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا کسان د دې ولسوالۍ له اورو سیمې څخه تښتول شوي وو.
هغه زیاته کړه چې په دې کسانو کې یو ډاکټر او یو تن رضاکار و، د ماشومانو دواکسین کولو په موخه یادې سیمې ته تللي وو.
 ولسوال وایي چې یاد دوه کسان د سیمې د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو نن خوشې شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.