ګردېز(پژواک،٨ زمرى٩٢): د پکتيا ولايت قومي مشرانو او دمدني ټولنو استازي وايي ، چې په دې ولايت کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې مرکزونه کفايت نه کوي او بايد شمېر يې زيات شي .
همدارنګه دوی له امنيت چارواکو غوښتنه وکړه ،چې دنوم ليکنې دمرکزونو لپاره دې بشپړ امنيتي تندابير ونيسي .
دا مهال د پکتيا په مرکز ګردېز کې د نوم ليکنې د مرکزونو تر څنګ د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې يو يو مرکز پرانېستل شوى دى .
قومي مشر جنت خان منګل نن په ګردېز کې په يوه خبره ناسته کې د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې ددغه ولايت په هره ولسوالۍ کې دې له يو څخه زيات دنوم ليکنې مرکزونه پرانيزي.
ده وويل ، په پکتيا کې ځينې داسې سيمې هم شته ،چې تر ولسوالۍ پورې ساعتونه ساعتونه
بايد پلى مزل وکړي .
دى وايي ، د دومره لرې سيمو خلک په تېره بيا ښځې څنګه کولاى شي ،چې د رايې اچونې کارت او په ټاکنو کې ونډه واخلي .
جنت خان منګل زياته کړه ،چې په لرې پرتو ولسواليو کې د رايې اچونې دکارتونو داخيستلوا و دټاکنو په برخه کې د عامه پوهاوي کچه کمه ده او ډيری خلک په دې نه دي خبر ،چې نوم ليکنه څه وخت پيل شوې ، څه ډول نوم ليکنه کيږي او چېرته کارت واخلي .
په ياده ناسته کې د اوښتون کولتوري ټولنې مشر ډاکټر نعيم احمدزي بيا له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د رايې اچونې مرکزونو د امنيت ټينګښت په اړه د ټاکنو له سيمه ييز دفتر سره په همغږۍ اقدام وکړي .
ده وويل ، چې په لرې پرتو ولسواليو کې ځينې داسې سيمې شته ، چې د امنيت د خرابوالي او د وسله والو مخالفينو له ويرې يې اوسېدونکي نه شي کولاى په ټاکنو کې ونډه واخلي .
نعيم احمدزي له خلکو غوښتنه وکړه ،چې د راروانو ټولټاکنو لپاره کارتونه واخلي او پراخ ګډون پکې وکړي .
پکتيا کې د ټاکنو دسيمه ييز دفتر د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر شيرعلي فیضي وايي؛ دغه دفتر امنيتي ارګانونوته په دې ولايت کې ٢٠٧ د رايې ورکولو مرکزونه ورپېژندلي، تر څو امنيت يې ټينګ کړي.
د هغه په وينا ، تر دې دمه لکه څنګه چې لازمه ده خلکو نوم ليکنه نه ده کړې ،خو تمه ده چې وروسته له دې خلک په دې نوم ليکنه کې فعاله ونډه واخلي .
فيضي دقومي مشرانو داخبره رد کړه ،چې عامه پوهاوی کمزوری دی .
ده وويل ، په ټولو ولسواليو او با امنه سيمو کې ددوی مبليغين په کار بوخت دي او خلکو ته دټاکنو په اړه معلومات ورکوي ، خو خپله خلک کارت اخيستنې ته لېواليتا نلري .
له بلې خوادپکتيا امنيتي چارواکي خلکو او دټاکنو کمېسيون ته ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره يې پوره امنيت نيولی دی او د نوم ليکنې د مرکزونو تر څنګ به د رايې اچونې له مرکزونو څخه د خلکو په همکارۍ په پوره ډاډ سره ټاکنې ترسره شي .
د پکتيا اوسېدونکي په داسې حال کې د ښو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د امنيت او نورو برخو دښه کېدو غوښتنه کوي ،چې له يوې خوا په دې وروستيو کې د خلکو په وينا، امنيتي وضعیت تر پخوا خراب شوی او له بلې خوا د تېرو ټاکنو درغليو خلک له ټاکنو څخه ناهيلي کړي دي
د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه پيل شوى او دويم پړاو يې چې له مخې يې په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه پرانېستل شول، په روانه اونۍ کې پيل شوى دى .
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.