Add new comment

9 civilians, police killed in Zabul bombing

 
کلات (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې پرون مازديګر ناوخته يوې چاودنې نهه تنه وژلي او ١٢ نور يې ټپيان کړي دي.
د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار د زمري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د شاه جوى ولسوالۍ د کلاخېلو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د ماين دغه چاودنه له ګڼې ګوڼې په ډکه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر شوې ده.
د رسوليار په خبره، په پېښه کې درې سيمه ييز پوليس او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دولس تنه نور چې ملکي کسان دي، ټپيان شوي دي.
د والي مرستيال وايي، چې د پېښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له لوري د کلات او کندهار روغتونونو ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونو د پېښې د عاملينو په نيولو پسې پلټنې پيل کړې دي.
د شاه جوى ولسوالۍ يو اوسېدونکى دادالله وايي، پېښه په داسې مهال رامنځته شوه ،چې خلکو د روژه ماتي لپاره تيارى نيوه.
د هغه په وينا، له چاودنې وروسته سيمه ييزو پوليسو هم ډزې کړي، چې يو شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.
دادالله وايي، د خلکو په منځ کې دا ډول چاودنې له وحشت، اسلام او انسان دښمنۍ پرته بل هېڅ هدف نه لري او په ياده پېښه د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکي زيات خپه او په قهر شوي دي.
دى وايي، چې د پېښې په ملکي قربانيانو کې د کندهار د اطلاعاتو او کولتور د رييس دواخان مينه پال د کورنۍ غړي هم شامل دي.
دادالله وايي، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم مړه او ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او ادعا کوي چې ملکي کسان د سيمه ييزو پوليسو له لوري وژل شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په رالېږل شوي ټېليفوني پيغام کې ادعا کړې ،چې چاودنې د مجاهد په نوم د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان تر څنګ شپږ امنيتي سرتېري وژلي او د هغوى موټر يې ويجاړ کړى دى.
نوموړی وايي، له چاودنې وروسته امنيتي سرتېرو پر عامو خلکو ډزې کړي، شپږ تنه يې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.
خو د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار د امنيتي ځواکونو له لوري پر عامو خلکو ډزې ردوي او زياتوي چې طالبان د خپلو ناوړه کړنو د پټولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.