Add new comment

Paktika

 
ښرنه (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): د پکتيکا په ډيله ولسوالۍ کې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې تړل شوی روغتيايي مرکز بيا د ناروغانو پر مخ پرانيستل شو.
د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل د چنګاښ په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کلينيک له تېرې زياتې مودې  راهيسې د خرابو شرايطو له امله تړل شوى وو.
د ده په خبره، د يادې ولسوالۍ خلک له اقتصاد پلوه ډېرکمزوري دي او ښرنې ته د ناروغانو راوستل ورته ډېر ستونزمن و.
نوموړي زياته کړه: ((ډېر خوښ يم چې د يوې بې وزله او غريبې سيمې د خلکو لپاره يو ځل بيا په خپله سيمه کې کلينيک پرانيستل کېږي.))
د عامې روغتيا رييس د سيمې له خلکو وغوښتل، چې د کلينيک د روغتيايي کار کوونکو په امنيت او نورو برخو کې همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، چې د روغتيايي مرکز په پرانيستلو کې د سيمې مخورو او قومي مشرانو مرسته وکړه.
په پکتيکا کې د نړيوالې روغتيايي مؤسسې (ای، ام، سي) مشر ډاکټر عبدالسلام باورزي پژواک ته وويل، چې د ډيلې روغتيايي مرکز ته به ټول اړين طبي وسايل او درمل ولېږدوي.
د ده په وينا، دغه لومړنيو روغتيايي مرستو مرکز (بې، اېچ، سي) اته تنه تشکيل لري، چې د دوى په مرسته به سيمې ته واستول شي.
د ډيلې ولسوالۍ قومي مشر حاجي اکبر جان، چې د کلينيک لپاره درمل او روغتيايي توکي ورته وسپارل شول، د خوښي څرګندولو ترڅنګ وويل: ((د ډيلې ولسوالۍ خلک ډېر بې وزله دي، چې د کلينيک د تړل کېدو له امله له ګڼوستونزو سره مخ وو.))
نوموړي په ژړغوني غږ وويل،  يو شمېر خلکو چې ښرنې او نورو ځايونو ته يې د ناروغانو د لېږدولو توان نه درلود، ناروغانو يې د درملو او ډاکټر د نشتوالي له امله سا ورکوله.
حاجي اکبرجان د دغه کلينيک له روغتيايي ډلې سره د کلکې همکارۍ ډاډ وښود او غوښتنه يې وکړه، چې روغتيايي مرکز  ته بايد نوې ودانۍ هم جوړه شي.
د عامې روغتيا د معلوماتو له مخې، دوی اوسمهال په پکتيکا کې کوم تړلی روغتيايي مرکز نه لري اود دغه ولايت اوسېدونکي د مخکې په پرتله ټولو لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی لري.‎
ډيله له مرکزه ١٨٧ کيلومتره لري سوېل لوېديځ لور ته د غزني له مقر سره ګډه پوله لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.