Add new comment

Gardez

 
ګردېز (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې په ګردېز ښار کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ امر سمونوال محمدزمان د چنګاښ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه شاوخوا لس بجې د زاړه ولايت تر څنګ د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، چې د دې چاودنې موخه نه ده معلومه، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ګردېز د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين وايي، چې روغتون ته ١٢ ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.
پکتين زياتوي، په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شامل دي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د چنګاښ په ٥مه هم په ګردېز ښار کې د مشرانو جرګې پر غړي عبدالحنان حقويون باندې چاودنه وشوه، په خپله حقويون ته زيان ونه رسېد ، خو څلور ساتونکي يې ټپيان شول.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.