Add new comment

نقشه هرات

 
هرات (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د ملي امنيت شورا د سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ورور د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شو .
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د سپنتا ورور څارنوال محمدولي نن سهار د يوه ناپېژانده تن له لوري وژل شوى دى.
احمدي زياتوي، څارنوال محمدولي د کرخ ولسوالۍ په بازار کې له حمام څخه د راوتو پر مهال پر ډزو وژل شوى دى.
احمدي وايي، چې تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي، خو پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس څارنمل ګل احمد رامش هم دا مني، چې د کرخ د څارنوالۍ اداري مدير محمدولي وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي، چې محمدولي له تېرو لسو کلونو راهيسې د کرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ اداري مدير و.
د ده په وينا، څارنوال محمدولي، له حمام څخه د راوتو پر مهال د توپانچې پر ډزو ويشتل شوى دى.
کرخ د هرات له ښاره سوېل لوېديځ لوري ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته تفريحي سيمه ده.
د ډاکټر سپنتا د ورور محمد ولي د وژنې پړه وسله والو طالبانو په غاړه واخيسته.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.