Add new comment

Shujaul Mulk Jalala

 
کابل (پژواک ٢٤  چنګاښ ٩٢): د کونړ ولايت يو تن مخور او د ولسمشر سلاکار شجاع الملک جلاله د کونړ د نوي والي په توګه وټاکل شو.
تېره اونۍ د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د هرات د نوي والي په توګه ټاکل شوى و، خو د کونړ لپاره د نوي والي اعلان نه و شوى.
د چارو ادارې له خوا د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شجاع الملک جلاله د کونړ د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم له مخې جلاله د مافوق رتبې په بست کې د کونړ د والي په توګه ټاکل شوى دى.
شجاع الملک جلاله تر دې وړاندې په قومي چارو کې د ولسمشر کرزي د سلاکار وزير په توګه دنده ترسره کوله.
هغه د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې د کونړ د خلکو وکيل و، خو په دويمه دوره کې بريالى نه شو.
نوموړى د جلاله فاونډېشن په نوم، له خلکو سره د مرستې يو بنسټ هم لري.
جلاله د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د جهاد پر مهال د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د نجات ملي جبهې له جهادي ګوند سره يې تړاو  درلود.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د واليانو د بدلولو لړۍ پيل شوې، چې په ترڅ کې يې د هرات، فراه ، کونړ او تخار ولايتونو واليان بدل شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.