Add new comment

موديريت ترازو تورخم

 
جلال اباد (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢): سوداګر او موټر چلوونکي شکايت کوي، چې په تورخم کې د فوايد عامې په تله کې ترې ناقانونه پيسې اخيستل کېږي.
د فوايد عامې وزارت د لايحې له مخې، د لويو لارو د خوندي ساتلو په موخه لويو سوداګريزو او باروړونکو موټرو لپاره ځانګړى وزن ټاکل شوى، چې بايد له ټاکلي وزن زيات توکي بار نه کړي، د دغه کار د کنټرول لپاره يې په سرحدي سيمو کې تلې فعالې کړې دي.
سوداګر او موټر چلوونکي ادعا کوي، چې د فوايد عامې وزارت اړوند د تورخم په تله کې که څه هم دوى قانوني وزن بار کړى وي، خو بيا هم مسوولين ترې په دې پلمه ناقانونه پيسې اخلي، چې ګواکې زيات وزن يې بار کړى دى.
د يوه ټېلر چلوونکي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هره پېره کې د تلې کار کوونکي له زرو زياتې افغانۍ ترې اخلي.
هغه زياته کړه: ((دلته ځانګړي کسان ناست وي، څوک وايي چې د فوايد عامې دي او څوک وايي،  چې د ولايت دي او له هر موټر څخه پيسې اخلي.))
د نوموړي په وينا، ډېرى موټرچلوونکي د تېښتې هڅه کوي، څو له غيرې قانوني پيسو ورکولو ځان وژغوري، خو که کوم موټر له قانوني وزن څخه زيات بار کړي، نو بيا له هغوى څو چنده زياتې پيسې اخلي.
هغه زياته کړه: ((که موټر چلوونکي پيسې ورنه کړي، نو بيا ستونزې او شل بهانې ورته جوړوي.))
د وهاب خان په نوم د بار وړونکي موټر يو چلوونکى وايي: ((د تلې مسوولين هسې هم پيسې اخلي، نو موږ اړ يو چې ډېر مال بار کړو، څو له زيان څخه ځان وساتو.))
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دا تله د فوايد عامې ده، خو کله کله په کې ځينې نور ځانګړي کسان هم پيدا شي، خلک وايي چې د ولايت خلک دي.
د هغه په وينا، د تلې مسوولين غيرې قانوني پيسې چې اخلي، ګني موټرچلوونکي په خپلو موټرو کې له قانوني وزن څخه زيات مال باروي ،چې له امله يې سړکونه ورځ تر بلې خرابېږي.
وهاب زياتوي: ((مسوولين او موټر چلوونکي دواړه د سړکونو د خرابوالي مسووليت لري.))
د هغه په وينا، ډېرى لوى موټر د شپې له خوا راځي او د تلې مسوولينو ته ښه چانس دى، ځکه په ازاده توګه پرته له کومې وېرې پيسې ترې اخلي.
د تورخم د تلې يوه کارکوونکي ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، دوى ته له مرکزه امر شوى ، چې د خپلو لګښتونو لپاره له هر موټر څخه سل کلدارې واخلي.
ده زياته کړه: ((له سلو کلدارو نه موږ ډېرې نه اخلو.))
دې سرچينې وويل، چې له جلال اباد څخه راغلي کسان له موټرو ډېرې پيسې اخلي، خو نوم په کې د ترازو د مسوولينو بد دى.
د سړکونو يو انجنير فرهاد مياخېل وايي، چې په دغه کار کې يواځې د تلې مسوولين نه، بلکې موټر چلوونکي هم ملامت دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لويو موټرو پر هر اکسل باندې ١٢ ټنه وزن ټاکل شوى دى، خو موټرچلوونکي د بډو په ورکولو سره په خپلې لارۍ کې زيات وزن باروي چې له امله يې ټول سړک ويجاړيږي.
دى وايي: ((کوم سړک چې د دغو لويو لاريو له خوا تخريب شوى هغه بايد له سره کټ شي او بيا جوړ شي، چې ډېر لګښت پرې راځي.))
مياخېل اندېښنه څرګنده کړه، چې که د ډېر وزن بارولو مخه ونه نيول شي، لرې نه ده، چې له تورخم څخه تر کابله پورې دغه سړک به ډېر ژر ويجاړ شي.
پژواک هڅه وکړه ، چې په تورخم کې د فوايد عامې د تلې له مسوول سره خبرې وکړي، خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه. دوى ويل چې د خبرو کولو صلاحيت يواځې د فوايد عامې رييس لري.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول هم په دې اړه پژواک ته له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد مني، چې دوى ته په دې اړه ورته شکايتونه شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې د تورخم د تلې په اړه شکايتونه شوي او په بېلابېلو وختونو کې د پلټنو يو شمېر پلاوو هم هلته سفرونه کړي ، خو تر پلټنو وروسته معلومه شوه، څومره چې شکايتونه کېدل هغومره ستونزې نه وې.
د وحيد په وينا، اوس هلته د فوايد عامې وزارت اړوند يواځې دوه کار کوونکي شته، نور مسووليت د ولايتي ادارې پورې تړاو لري.
خو د فوايد عامې وزارت مرستيال د تورخم په تله کې يو شمېر ستونزې تاييدوي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د تورخم په تله کې د ننګرهار ولايت مقام کار کوونکي نه، بلکې د فوايد عامې رياست خپل کار کوونکي پر دندو بوخت دي.
نوموړى هغه ادعاوې په کلکه ردوي ،چې له مخې يې د ولايت مقام کار کوونکي د تورخم په تله کې له موټرو غيرې قانوني پيسې اخلي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى د غېرې قانوني پيسو اخيستو موضوع جدي څاري او په دې اړه يې يو نظارتي کمېسيون هم څو ځلې استولى، تر څو د نا قانونه کړنو مخنيوى وشي.
عبدالزى وايي، په دې وروستيو کې يې داسې راپورونه هم ترلاسه کړي، چې يو شمېر ډريوران په موټرو کې زيات وزن باروي ، خو کله چې د تلې پر مامورينو بريالي نه شي بيا ډول ډول تورونه پورې کوي.
ده زياته کړه، همدغه خلک له يوې خوا فساد ته زمينه برابروي او له بلې خوا د هېواد ملي شتمني چې سړکونه دي، هم تخريبوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې يوه چارواکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته ومنله ، چې په تورخم کې له سوداګرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي.
د ولايتي شورا غړې انګېزه شينوارې بيا تور پورې کوي، چې د ولايت کسان په تورخم کې له موټرو ناقانونه پيسې اخلي او د دغه کار لپاره يې هلته پاټک اچولى دى.
نوموړې وايي، ولايتي شورا دغه ستونزه له والي او مرکزي ادارې سره شريکه کړه ، خو نه يواځې دا چې ستونزه حل نه شوه، بلکې وکيلانو ته يې هېڅ کوم ارزښت ور نه کړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.