Add new comment

Abdul Latif Ibrahimi

 
کابل(پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢):د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي دتخار دنوي والي په توګه وټاکل شو .
دچارو ادارې او وزيرانو شورا دارالانشاء پژواک خبري  اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي،چې نوموړى دسيمه ييزو ارګانونو له خوا وړانديز او ولسمشرمنظور کړى دى .
 ويل شوي، عبداللطيف ابراهيمى، چې وړاندې له دې يې هم دتخار  د والي په توګه کار کړى له ښې کاري تجربې او وړيتا څخه برخمن دى .
نوموړى د احمدفيصل بيګزاد ځاى ناستى شو .
دتخار نوى والي په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې ددغه ولايت مرکز تالقان ښار دروانې مياشتې په پيل کې دسلګونو کسانو دڅو ورځني اعتراض شاهد و .
معترضينو ددغه ولايت والي، امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس په اداري فساد او له غيرقانوني وسله والو سره په لاس لرلو تورن کړل او دلرې کېدو غوښتنه يې کوله .
دتخار د والي وياند سليمان مرادي ددغو تورونو د ردولو ترڅنګ ويلي وو، چې ياد لاريونونه دجنرال دوستم تر مشرۍ لاندې ملي جنبش ګوند دغړو له خوا پلان شوي، خو ملي جنبش يې دغه خبرې رد کړې وې .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.