Add new comment

Rallies staged in Gardez for & against governor

 
ګردېز (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د والي جمعه خان همدرد پر خلاف او ملاتړ دوه  بېلابېل لاريونونه وشول.
د والي پر خلاف لاريون کې د قومي مشرانو او مدني ټولنو د استازو په ګډون ١٠٠ تنو ګډون کړى دى.
د مدني ټولنې يوه فعال او د لاريون سمبالوونکي نوراحمد ريښتياوال د چنګاښ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې والي په فساد کې ښکېل دى او پراختيايي چارو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د ده په خبره، والي د قومي مشرانو او د مدنو ټولنو د استازو احترام نه ساتي او د هغوى تر منځ د اختلاف رامنځته کولو هڅې کوي.
د لاريون يو بل ګډونوال حاجي خوانى وايي، چې والي په اونۍ کې يو ځل دندې ته راځي نور ټول وخت په کابل کې تېروي او پر خپلو شخصي او تنظيمي کارونو بوخت وي.
دغو لاريون کوونکو د والي جمعه خان همدرد چليپا شوي عکسونه هم له ځان سره لېږدول.
دغه راز د ښار په يوه بله څنډه کې په همدغه شمېر خلکو بيا د والي پر ملاتړ لاريون ته راوتلي وو او د هغه د کار او ښې ادارې ستاينه يې کوله.
د لاريون يوه ګډونوال محمدبشير پژواک ته وويل، چې والي په تېرو پنځو کلونو کې ډېر کار کړى او پر ده لګېدلي تورونه بېځايه او د شخصي غرض له مخې دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د والي پر خلاف لاريون بې ارزښته وباله او زياته يې کړه، چې د ګډونوالو شمېر يې د ګوتو په شمېر دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.