Add new comment

2 district chiefs wounded in Ghazni bombing

 
غزني (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): د غزني د ده يک او زنخان ولسوالان د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ټپيان شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د چنګاښ په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه شاوخوا څلور بجې د ده يک ولسوالۍ اړوند په خشک سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد او د زنخان ولسوال شېرخان يوسفزى ټپيان او په غزني کې يې د پي ار ټي روغتون ته ولېږدول.
د ده په خبره، چې په ملکي روغتون کې د هغوى د درملنې امکانات نه و.
همت زياتوي، چې په چاودنه کې د هغوى يو ساتونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، چې دواړه ولسوالان په يوه موټر کې له ده يک ولسوالۍ د غزني ښار ته پر لاره  وو، چې پر موټر يې د ماين چاودنه وشوه.
د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد د غزني د سولې شورا د سيمه ييز دفتر مشر هم دى.
تر دې مهاله د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.