Add new comment

District mayor shot dead in raid on shops

 
پلخمري (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ ښاروال د يوه هټۍ وال له خوا پر ډزو ووژل شو.
د ده صلاح ولسوال عبدالحنان پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې ښاروال عبدالرسول تېر مازديګر غوښتل د يادې ولسوالۍ په مرکز کې د سيمساري (د سينګاري توکو) هټۍ وتړي، د يوه هټۍ وال له خوا د تومانچې پر ډزو ووژل شو.
هغه وايي، چې قاتل په تېښته بريالى شوى، خو پوليس يې په لټه کې دي چې هغه پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
د ده صلاح ولسوال وويل، چې په دې وروستيو کې د دې ولسوالۍ ځينو عالمانو فتوا صادره کړې، چې د سينګاري توکو پېرل جواز نه لري؛ ځکه چې ښځې د سيمساريو هټيو ته ځې او د هغوى تګ دغو پلورنځيو ته د فساد لامل ګرځي، نو بايد وتړل شوي.
هغه زياته کړه، همدا فتوا د دې لامل شوه، چې د ده صلاح ښاروال تر فشار لاندې راشي او د هټيو د تړلو اقدام وکړي؛ خو دغه کار د هغه په مرګ تمام شو.
د سيمې يوه اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل، د سينګار توکي په هر ځاى کې پلورل کېږي او د کورنيو له اړتياوو څخه دي.
ياد اوسېدونکي زياته کړه: ((ځيني عالمان په مساجدو کې د دولت پر ضد تبليغ کوي او دولت د فساد لامل ګڼي.))
ده صلاح د اندرابونو د ولسواليو له ډلې څخه ده او خلک يې د غيرې قانوني وسله والو شتون د امنيت لپاره يوګواښ بولي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.