Add new comment

Ghazni mosque explosion wounds 4

 
غزني (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د غزني د اندړو ولسوالۍ په يوه جومات کې اېښودل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله يې جومات  نړېدلى او څلور تنه ټپيان شوي دي.
د اندړو ولسوال قاسم ديسي وال د چنګاښ په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د لغړو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړى وايي، چې د دې پېښې په غبرګون د کلي سلګونه خلک، ځوانان او سپين ږيري د طالبانو خلاف لاريون ته راوتلي دي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د دې ولسوالۍ په يوه جومات کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وسله والو او کليوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د اندړو ولسوالۍ د غزني ښار سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده او تېر کال يې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.