Add new comment

بيش از دوصد خانواده بر اثر جنگ در بغلان مرکزى بيجا شده اند

 
 
پلخمري (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې درې وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په نښتو او عملياتو کې وژل شوي او د دغو نښتو له امله تر ٢٠٠ زياتې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه عمليات د پوليسو او ملي اردو ځواکونو په ګډون له تېرو درېيو ورځو راپه دېخوا د (باز) تر نامه لاندې د مرکزي بغلان په ذکرخېلو او همت خېلو سيمو کې پر لاره اچول شوي دي.
د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاويد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چى لس کلي هم د وسله والو له شتون څخه پاک شوي او دغه عمليات به د نورو سيمو تر پاکېدو پورې دوام وکړي.
خو د سيمې خلک بيا شکايت کوي، چې دوى د خپل ځان ساتنې په موخه کډې کولو ته مجبور شوي دي.
د ذکرخېلو يوه اوسېدونکي ارباب عباس پژواک ته وويل، چې شاوخوا ٢٨٠ کورنۍ له ذکرخېلو او همت خېلو څخه د مرکزي بغلان د نوي ښار او زاړه ښار سيمو ته کوچېدلې دي.
هغه زياته کړه: "زه د خپل قوم او خپلوانو له لسو کورنيو سره يو ځاى د منګلو کلي ته راغلى يم."
دغه سپين ږيري زياته کړه، چې وسله وال مخالفين په يوه ځنګلي سيمه کې پراته دي او که څه هم په دغو عملياتو کې کوم چا ته زيان نه دى اوښتى، خو بيا هم خلک له دې ډاره، چې د دواړو تر منځ استعمالېدونکې درنې وسلې يې پر کورنو و نه لګېږي، د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د همت خېلو سيمې يوه اوسېدونکي شهاب الدين، چې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى بې کوره شوى، د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دمګړۍ د کرنيزو ځمکو د حاصلاتو موسم دى او د نښتو له امله يې رسېدلي فصلونه نه شي راټولولاى.
خو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يو پوځي مرکز او ځينې امنيتي پوستې شتون لري او په دې اړه جدي تصميم نيول شوى، چې نور به وسله وال مخالفين د بيا راګرځېدو توان ونه لري.
هغه څرګنده کړه، چې په دغو سيمو کې به ډېر ژر امنيت ټينګ شي او کډه شوو کورنيو ته به يو ځل بيا د ژوند کولو زمينه برابره کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.