Add new comment

Insurgents abduct 20 civilians in Ghazni

 
غزني ښار(پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۲) : د غزني چارواکي وايي چې وسله والوطالبانو د جاغورو او مالستان ولسوالۍ نږدې شل تنه عام وګړي له موټرو کښته کړي اوله ځانونوسره يې وړي دي.
د غزني جاغورو ولسوال ظفر شريف د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې وسله والوطالبانو د جاغورو او ګيلان ولسوالۍ ترمنځ  په لويه لاره شل تنه عام وګړي له موټروکښته کړي اوله ځانه سره يې وړي دي.
هغه زياته کړه چې له دې ډلې څخه يې څلور تنه خوشې کړي دي او د ١٦ تنو برخليک تر اوسه نه دى معلوم.
ولسوال ادعا کوي، چې وسلوال دغه کسان له دې امله تښتولي ، څو ورته موټر او موټرسايکل واخلي او بيا يې خوشې کوي.
د نوموړي په وينا، خوشې شويو څلورو کسانو طالبانو ته موټر او موټرسايکل اخيستي او بيا يې خوشې کړي دي.
شريف وويل چې دغه کسان د جاغورو او مالستان ولسواليواوسيدونکي دي او دوى يې د پيدا کولو لپاره د قومي مشرانو په مرسته هلې ځلې پيل کړې دي.
د جاغورو ولسوال وايي چې له يوڅه مودې راهيسې وسله وال طالبان د جاغورو او ګيلان ولسوالۍ په لويه لاره ولاړ وي او د عامو خلکو موټرونه تلاشي کوي.
د جاغورو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی علي رضا وايي چې طالبان په رڼا ورځ موټر دروي او خلک تالاشي کوي .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په دې اړه معلومات نه لري او په سيمه کې يې له طالبانو سره اړيکې نيولي دي، څو په دې اړه حقايق معلوم کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.