Add new comment

12 police dead, 6 injured in Uruzgan suicide attack

 
ترينکوټ ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) : داروزګان امنيتي سرچينې وايي چې په ترينکوت ښار کې د پوليسو دريزرف عملياتي کنډک په مېلمستون کې ځانمرګى بريد شوى چې د يو شمېر پوليسو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي .
دغه کنډک د ترينکوت ښار د خيروکارېز په سيمه کې موقعيت لري او ګڼ شمېر پوليس د غرمې ډوډۍ لپاره په مېلمستون کې راټوليږي.
عيني شاهدان وايي چې چاودنه د چنګاښ په ١٤مه، د غرمې په شاوخوا يوه بجه هغه مهال وشوه، چې ګڼ شمېر پوليس ډوډۍ ته راټول شوي وو.
په امبولانسونو کې مړي او ټپيان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو دروغتون مسوولينو له پژواک سره په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو دياد کنډک يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٢ پوليس وژل شوي او ٦ نور ژوبل دي.
سرچينه زياتوي چې ټپيان د پي ار ټي او ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو په جامه کې کنډک ته ورغلى و.
هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې پوليس، افسران او قوماندانان او ملکي وګړي شامل دي.
په اروزګان کې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته څلور مړي او ٦ ټپيان راوړل شوي  دي.
دغې سرچينې وويل چې د څلورو ټپيانو حالت ښه نه و او هغوى يې د پي ار ټي روغتون ته ولېږدول.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم د ځانمرګي بريد له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.