Add new comment

ميمنه (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او طالبانو بيا د ولسي جرګې د يوه وکيل د کورنۍ د درېيو غړو په ګډون ١٥ تنه بنديان بيولي دي.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، چې د طالبانو يوې ډلې د قيصار ولسوالۍ پر جګدلک کلي بريد وکړ او ياد کسان يې د کورونو د تلاشي پر مهال له شپږ ميله وسلې سره بوتلل.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تښتول شوو په ډله کې د فارياب د خلکو د استازې فتح الله قيصار پلار او ورور هم شامل دي.
صديقي زياته کړه، چې وروسته له يادې پېښې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو او د قيصار د پلويانو له خوا عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه شپږ وسله وال وژل شوي او دوه نور نور ټپيان دي.
خو د فتح الله قيصار ورور رحمت الله قيصار وايي، چې طالبان د ده پلار وروسته له وهلوډبلو راخوشى کړى دى.
قيصار پژواک ته وويل، چې د يادو تښتول شوو کسانو په ډله کې د هغه ورور، خوريې او د تره زوى هم شامل دي.
د هغه په ادعا، نښته اوس هم (مخکې له غرمې) دوام لري او تر دې دمه ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
قيصار د دې په يادونې چې د دوى کسان له دولت سره همکار دي وويل، د هغو کسانو خپلوان چې د طالبانو له خوا بنديان شوي په متقابل عمل يې لاس پورې کړى او د طالبانو د والي د اوښي په ګډون يې څلور تنه نيولي دي.
د قيصار ولسوال وايي: ((ټول بنديان، ملکي وګړي دي او موږ په دې هڅه کې يو، چې له بېلابېلو لارو څخه هغوى را خوشي کړو.))
خو د فارياب د ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي هاشمي وايي، چې د يادو کسانو د خلاصون لپار له علمياتو پرته بله کومه لاره نشته.
هغه ادعا وکړه، چې د نښتې په ترڅ کې يوه ښځه او ماشوم هم وژل شوي خو دا چې هغوى د چا له خوا وژل شوي، څرګنده نه ده.
د جګدلک کلى د قيصار مرکز ختيځ لور ته په ١٠ کيلومترى کې پروت دى او امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو ياد بنديان د قيصار خواجه کنتي سيمه ته بيولي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې هغوى د قيصار د فتح الله سيمې په جګدلک کلي کې د اربکيانو يو پوسته نيولې او ١٢ اربکي يې له ځان سره بيولي دي.
د طالبانو په ويبپاڼه د هغه له قوله ويل شوي، چې طالبان په يادو عملياتو کې ٩ ميله کلاشينکوفونه او يو اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.
طالب وياند زياته کړې، چې د طالبانو محکمه به د يادو اربکيو په اړه پرېکړه وکړي.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.