Add new comment

وسله والو د برګمټال د خلکو سلګونه څاروي بيولي

 
جلال اباد (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو له نښتې وروسته وسله والو د سيمې د خلکو سلګونه څاروي بيولي دي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر ناوخته د برګمټال په پتي ګرام سيمه کې د وسله والو مخالفينو او پوليسو تر منځ نښته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د نښتې په پايله کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي، چې په نښته کې پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
مل پاسوال عبدالکريم عمريار زياتوي، چې له نښتې وروسته يو شمېر وسله والو د سيمې د خلکو سلګونه څاروي، چې وزې، وري او غواګانې په کې شامل دي، له ځانه سره وړي دي.
ده زياته کړه: ((د څارويو شمېر شاوخوا زرو ته رسېږي.))
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان د وسله والو له خوا د خلکو د څارويو د وړلو پخلى وکړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دولت دې د پتي ګرام له اوسېدونکو سره مرسته وکړي، څو خپل څاروي بېرته ترلاسه کړي.
وسله والو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.