Add new comment

هرات کې د يوې مرستندويې ټولنې درې کار کوونکي تښتول شوي

 
هرات (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د NRC په نوم مرستندويې ټولنې درې کارکوونکي تښتول شوي او بلخوا په غوريان ولسوالۍ کې يوه لس کلنه نجلۍ له تېرو دوو ورځو راهيسې نادرکه ده.
د ګذرې ولسوال نثاراحمد پوپل د چنګاښ په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، درې واړه کار کوونکي، چې يوه مېرمن هم په کې شامله ده، افغانان دي.
نوموړى وايي، دا نه شي ويلى، چې دغه کسان به چا تښتولي وي، خو د دوى د موندلو هڅې يې پيل کړې دي.
ګذره د هرات په نا امنه سيمو کې راځي، چې له مرکزه سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
د ولسوال په وينا، اېن ار سي (NRC) بهرنۍ مرستندويه ټولنه ده، چې د بيارغونې د چارو تر څنګ له بېوزولو سره بشري مرستې هم کوي.
د ګذرې يو امنيتي چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، چې د مرستندويې ټولنې کار کوونکو د پوليسو له خبرتيا پرته نا امنې سيمې ته سفر کړى وو.
سرچينه زياتوي، چې پوليس په دې اړه ډېر مسووليت نه لري، خو د تښتول شوو کسانو د موندلو لټه يې پيل کړې ده.
د يو بل خبر له مخې، د غوريانو ولسوالۍ خلک وايي، چې په سيمه کې يې يوه لس کلنه نجلۍ له تېرو دوو ورځو نادرکه ده.
د سيمې يو اوسېدونکى علي شاه وايي، چې د ورکې شوې نجلۍ په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړى، خو تر دې مهاله د نجلۍ د موندلو په اړه کوم پرمختګ نه دى شوى.
په هرات کې په دې وروستيو کې د نا امنۍ پېښې، تښتونې او هدفي بريدونه زيات شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.