Add new comment

يوه ناروغ جلال اباد کې د روغتون څنګ ته ١٥ ورځې د سړک پر غاړه تېرې کړې

 
جلال اباد (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): په ننګرهار ولايت کې يوه بې سرپرسته ناروغ د ملکي روغتون ترڅنګ ١٥ ورځې د سړک پر غاړه تېرې کړې دي.
د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى طارق ساپى وايي، چې د دوى کورونو ته څېرمه پنځلس ورځې يو فلج شوى ځوان چې روغتيايي حالت يې ډېر نازک دى په سره لمر کې تېرې کړې دي.
هغه د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کس د تخار ولايت اوسېدونکى دى او ننګرهار ته د مزدورۍ په موخه راغلى و.
دى زياتوي، چې نوموړي اوه مياشتې وړاندې خپل کور ته د تلو هوډ کړى و، خو د بهسود پله ته څېرمه غلو تر وهلو ډبولو وروسته ترې ټولې پيسې اخيستې وې.
طارق وايي: ((غلو دغه تن تر وهلو وروسته تر پله لاندې په اوبو کې غورځولى و خو وروسته د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شو.))
د ده په خبره، چې ياد کس اوه مياشتې د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې تېرې کړې او وروسته بيا کابل ته استول شوى و، خو  له کابله بېرته چا راوړى او عامې روغتيا روغتون ته څېرمه يې اچولى دى.
نوموړى وايي: ((دغه کس اوس بېخي له خبرو  لوېدلى دى، او خوځېدى هم نه شي.))
خو د يوه شخصي روغتون د امبولانس موټر چلوونکى چې د نوم له ښودلو ډډه کوي پژواک ته وويل، چې پنځلس ورځې وړاندې يې دغه ناروغ د مياعلي صاحب زيارت ته وړى او هملته يې پرېيښى و خو بېرته د چا له خوا راوړل شوى دى.
نوموړى وايي: ((د روغتون مسوولينو پيسې راکړې وې چې دغه ناروغ د مياعلي صاحب د لېونو زيارت ته بوځم.))
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کس په روغتون کې يو کال تېر کړى دى.
رييس وايي، دوى دومره امکانات نه لري چې له پښو لوېدلي ناروغان په روغتون کې وساتي.
ده زياته کړه: ((يومريض ته درې کسه په کار دي چې مراقبت يې وکړي، مګر موږ دغه کس ته له جېبه يو کس نيولى و.))
نوموړى وايي، چې د سرې مياشتې له رياست، مرستون او د ولايت له مقام سره يې دا موضوع په بار بار شريکه کړې خو کومه مثبته پايله يې نه ده ورکړې.
د شېرزاد په وينا، چې ناروغ کس ته د روغتون د رييس له لوري پنځه زره افغانۍ هم ورکړل شوې وې، چې خپلې سيمې ته ولاړ شي.
دى وايي: ((موږ په امبولانس کې واچاوه، او ورته مو وويل چې تر تخار اډې يې يوسه او هلته يې بل موټر ته وسپاره تر څو خپل کور ته ولاړ شي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وړاندې وايي، چې پخوا يې هم يو شمېر نور دا ډول مريضان لرل چې بيا يې خپلو کورنيو ته وسپارل او دوى د دا ډول ناروغانو مراقبت نه شي کولى او نه يې هم ساتنه د دوى کار دى.
د ختيځ زون د سرې مياشتې دفتر عملياتي امر محمدمعاب اشنا پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ډول ناروغانو لپاره دوى کوم ځانګړى ځاى نه لري او نه هم د عامې روغتيا رييس دوى ته کوم وړانديز کړى دى.
ده زياته کړه: ((موږ مرستون لرو، مګر يواځې د بې سرپرسته کورنيو د ساتنې په موخه دى، نورې کومې اسانتياوې نه لرو.))
نوموړى وايي، که چېرې دغه ډول ناروغان موجود وي نو دوى يې مرکزي مرستون ته معرفي کولى شي.
ياده دې وي چې ناروغ کس نن د سيمې د خلکو له لوري د کابل مرستون ته د عامې روغتيا په مرسته واستول شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.