Add new comment

په ګردېز کې ښوونکو ته ځانګړې شوې ځمکه غصب شوې

 
ګردېز (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): د پکتيا سلګونه ښوونکي وايي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دولت له خوا ورسره د کورونو لپاره د ځمکې ورکولو ژمنه کېږي، خو لا هم نه ده عملي شوې.
د مرکز اړوند ښوونځيو ښوونکي، چې شمېر يې ۵۰۰ ته رسېږي وايي، چې د کورونو لپاره ورته شپږ کاله وړاندې يو اندازه ځمکه ورکړل شوې وه، خو وروسته د ځايي خلکو له لوري د ځمکې د ملکيت دعوا راپورته شوه.
د تجربوي لېسې ښوونکی بسم الله وايي، هغه ځمکه چې څو کاله وړاندې دوی ته ورکړل شوې، قانوني مراحل يې خلاص شوي، ښوونکو يوه اندازه پيسې هم سپارلې، خو له تېرو شپږو کلونو کار په ټپه ولاړ دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له دولته خپل حق ځمکه او لګېدلې پيسې دواړه غواړي.
د عبدالحي ګرديزي لېسې يو ښوونکى امام الدين هم وايي، چې ښوونکو ته هر کال دروغجنې ژمنې ورکول کېږي.
هغه زياتوي، چې همدا اوس ډېرى ښوونکي سرپناه نه لري، په کرايي کورونو کې اوسيږي او تر نورو دولتي مامورينو ډېرې اړتياوې لري.
د پکتيا د پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق وايي، هغه ځمکه چې د ښوونکو د کورونو لپاره ځانګړې شوې وه، د دولت او ځاىي خلکو تر منځ په کې ستونزه را پيدا شوه.
د پوهنې رييس پژواک ته وويل، چې د دفاع وزارت اړوند ٢٠٠ جريبه ځمکه يې د ښوونکو د کورونو لپاره ځانګړې کړې، خو تر دې مهاله يې له ٢٠٣ تندر قول اردو سره د ځمکې د تصفيې مراحل نه دي بشپړ شوي.
د نوموړي په وينا، که دغه ٢٠٠ جريبه ځمکه ترلاسه کړي، نو د مرکز ټولو ښوونکو ته به په کې نومرې ووېشي.
د پکتيا په څېر په ډېرى نورو ولايتونو کې هم د ځمکو د غصب مافيا پياوړې شوې او ډېرى دولتي ځمکې زورواکو لاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند د پوهنې رياست اړوند ٣١٠ جريبه ځمکه زورواکو غصب کړې او د پوهنې رياست د ادعا له مخې ٢٠٠٠ جريبه نوره ځمکه د زورواکو له لوري د غصب له خطر سره مخ ده.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.