Add new comment

اروزګان کې ښځو ته د قابله ګۍ او نرسنګ زده کړې پيل شوې

 
ترينکوت-جلال اباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): په اروزګان ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ټيټولو په موخه د لسګونو قابله ګانو او نرسانو د روزلو لړۍ پيل شوې ده.
د اروزګان ولايت د مقام له خوا د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې د قابله ګانو نشتوالي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرچينې په وينا، چې د همدې ستونزې له امله يو شمېر ميندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عامې روغتيا رياست د يادې ستونزې د حل په موخه د اکټېډ په نوم د يوې مرستندويې ټولنې په مرسته ٧٦ ښځينه و ته، د قابله ګۍ او نرسنګ په برخه کې زده کړې پيل کړې دي.
د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل وايي، چې په دغه پروګرام کې ٥٠ قابلې او ٢٦ نرسانې روزل کېږي، چې په دې سره به د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې کموالى راشي.
نوموړي زياته کړه، چې يادې قابلې او نرسانې د ترينکوټ د مرکز په ګډون له يو شمېر ولسواليو څخه راغلې او پر زده کړه بوختې دي چې له دوو کلو زده کړو وروسته به د عامې روغتيا وزارت له لوري د قابلګۍ او نرسنګ په برخه کې د دوو کلونو زده کړو رسمي سند ورکول کېږي.
د هغه په وينا، له فارغېدو وروسته به دوى خپلو سيمو ته ځي او هلته به په روغتيايي مرکزونو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
 
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له خوا دوه سوه تنه له حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.
د يادې ادارې رييس فضل حکيم شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار د نازيانو، پچيراګام او لعلپورې ولسواليو ٢٠٠ تنه په بېلابېلو برخو کې له حرفوي زده کړو فارغ شول.
 
دى وايي، پر يادې پروژې شاوخوا دوه لکه امريکايي ډالر لګښت راغلى او فارغ شوو کسانو د د موبايل او جنراتور د ترميم، نجارۍ، خياطۍ، معمارۍ، رنګمالۍ او داسې نورو برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي.
 
نوموړى زياتوي: ((موږ د اړوند حرفو سامان الات هم ورکړل، او اوس کولى شي چې په خپله کار پيل کړي.))
 
شېزاد زياتوي، چې دغه کسان د ننګرهار د سولې د کمېټې له لوري ور پېژندل شوي وو.
 
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پروژه د هغو ولسواليو لپاره، چې وسله وال يې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وو، په پام کې نيول شوې وه.
 
نوموړى وايي، چې ياده پروژه د سولې پروسې له بوديجې څخه تمويل شوې ده.
 
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم په ننګرهار کې ډېرى کسان د حرفوي زده کړو له بېلابېلو برخو فارغ شوي دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.