Add new comment

د تېلو په ټانکر کې چاودنې دوکانونه او رېکشې سوځولې

 
چاريکار ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢ ) : د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې د تېلو په يوه ټانکر کې چاودنه شوې، چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د پروان د والي وياندې روشنا خالد د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېلو دا ټانکر له شمال څخه دکابل پر لوري روان و، چې نن تر غرمې مخکې په لسو نيمو بجو د چاريکارو ښار منځ کې پر لويه لاره پکې چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه ، چې دا چاودنه د ولايتي شورا ودانۍ ته نږدې د يوه چسپکي ماين له امله شوې او تر چاودنې وروسته د تېلو ټانکر او نږدې دوکانونو اور اخيستى دى.
نوموړې وايي، چې ددې چاودنې له امله پنځه دوکانونه  او دوه ريکشاوې سوځېدلي او په سيمه کې اوس هم اور بليږي.
د وحيدې په نامه يوې عيني شاهدې پژواک ته وويل، چې سيمه د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوې ده.
خو نوموړې زياتوي ،چې د اور لمبې له لرې سيمو څخه هم ليدل کېږي.
د احمد خان په نامه يوه بل عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې پېښه کې دوه تنه ټپيان  شوي، چې د چاريکارو ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.