Add new comment

په ختيځ کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

 
جلال اباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د ختيځو ولايتونو څه باندې ٨٦٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين د سلواغې په ٢٢مه رسماً پيل شو.
 
دغه کمپاين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال له خوا د چنګاش په ١٠مه د يوه ماشوم په خوله کې د څاڅکو په اچولو سره پيل شو.
 
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٢٠١٣ کال پر مهال د واکسين دغه لومړى کمپاين دى، چې په دې سيمه کې پيلېږي.
 
د شېرزاد په خبره، په دغه کمپاين کې به د ختيځو ولايتونو په کچه اته لکه او شپېته زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.
 
نوموړى زياتوي، چې په نوي ٢٠١٣ کال کې تر اوسه په ختيځ کې د پوليو يوه مثبه پېښه د شينوارو په ولسوالۍ کې ليدل شوې ده.
 
د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.
 
شېرزاده زياته کړه: ((که په افغانستان او يا بل ګاونډي هېواد کې د ګوزڼ ضد مثبته پېښه وليدل شي بايد په شريکه يې له منځه يوسو، ځکه دغه پېښې بيا بل هېواد ته هم مشکل پيدا کوي.))
 
د ولايتي شورا وکيل عبدالقهار لودين هم پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې دې د عامې روغتيا له رضا کارانو سره مرسته وکړي، تر څو يې ماشومان له راتلونکي خطرونو خوندي وي.
ياده دې وي، چې تېر کال د ننګرهار په سرحدي سيمه او په کونړ ولايت کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ليدل شوې وې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.