Add new comment

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې تر اوسه د ۲۰ ولایتونو د استینافي اعتراضونو دسته بندي بشپړه شوې او ښايي د نن ورځې تر پایه دغه بهیر پای ومومي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیال محمد رضا فیاض نن پژواک ته وویل، د استینافي شکایتونو د دسته بندۍ او ارزونې چارې په شدت روانې دي.
هغه زیاته کړه: ((البته داسې نه ده چې موږ لومړی د دسته بندي پای ته ورسوو وروسته ارزونه پیل کړو، بلکې له دسته بندۍ وروسته د ارزونې پړاو پیلېږي او په ځينو مواردو کې ارزونه پیل شوې ده.))
نوموړي وویل، کمېسیون په وروستۍ مرحله کې دی او له همدې امله دغه بهیر په حساسیت مخکې ځي ا و بېلا بېل اړخونه په پام کې نیول کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پنځه ورځې مخکې استینافي اعتراضونو ته رسېدنه پیل کړې وه چې په یادو اعتراضونو کې شکمنې، غیربایومتریک او له ټاکلي انتخاباتي وخت بهر کارول شوې رایې او په ځینو مواردو کې د رایو توپیر شامل دی.
په دغه پړاو کې  ټاکنیزو ټکټونو نږدې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ثبت کړي او کمېسیون مکلف دی چې تر ۱۵ ورځو ورته رسېدنه وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.