Add new comment

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): د ټاکنو پر پروسې د څار بنسټونه پر دې باور دي که چېرې ټاکنیزو شکایتونو ته په ولایتونو کې قانع کوونکي ځواب ونه ویل شي، نو مرکزي کمېسیون به ونه شي کولای په ټاکلې موده کې دغه شکایتونو وڅېړي.
د تېرې يکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې په اړه يې ټاکنيزو ډلو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې څه باندې لس زره شکايتونه ثبت کړي دي.
خو د دغه کمېسيون چارواکي وايي چې د شکايتونو دغه شمېره وروستۍ نه ده او کېداى شي بدلون ومومي.
په دې اړه د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید د مرغومې په څلورمه پژواک ته وویل، که چېرې په ولايتونو کې شکايتونو ته قانع کوونکى ځواب ورکړل شي نو بيا مرکزي کمېسيون وکولاى شي په ټاکلي وخت کې يې په اړه پرېکړه اعلان کړي.
رشید وايي که چېرې په ولایتونو کې د شکایتونو پر څېړلو نوماندان قناعت ونه کړي او شکایتونه مرکزي کمېسیون ته واستول شي، نو ستونزمنه ده چې یاد کمېسیون دې په ۱۵ ورځو کې شکایتونه وڅېړي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې ده ١٥ ورځې په ولايتونو او په ١٥ ورځې په مرکز کې ياد شکايتونه وڅېړل شي.
هغه وايي: ((دا ښه فرصت دی څو یادو شکایتونو ته په ولایتونو کې په عادلانه بڼه رسېدنه وشي او وڅېړل شي.))
د رشید په وینا، که چېرې د استيناف په مرحله کې د شکایتونو مرکزي کمېسیون ته شاوخوا زر شکایتونه هم راجع شي، نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې د ۱۵ ورځو په ترڅ کې يې وڅېړي.
همدا راز د افغانستان د ټاکنو د روڼوالي بنسټ (تیفا) ویاند احمد زبیر حبیب زاده پژواک ته وویل چې د نوماندانو له خوا د ثبت شوو شکایتونو شمېر زیات دی او یاد کمېسیون به پر ټاکلي وخت ونه شي کولای چې ويې څېړي.
حبیب زاده وايي، که کمېسیون خپل استقلالیت ونه ساتي او تر سیاسي فشار لاندې راشي نو وبه نه شي کولای چې شکايتونه په عادلانه توګه وڅېړي او پایلې يې اعلان کړي.
په ورته وخت د ټاکنيزو چارو کارپوه امام محمد وریماچ پژواک ته وویل چې د معترضو نوماندانو له خوا ډېری ثبت شوي شکایتونه تر تخنیکي مسایلو ډېر سیاسي اړخ لري او د شکایتونو کمېسیون له ستونزو سره نه شي مخ کولای.
هغه زیاته کړه چې د شکایتونو کمېسیون به په یاده موده کې پر دې وتوانېږي چې یاد شکایتونه وڅېړي او خلکو ته پایلې اعلان کړي.
بل لور ته د شکایتونو کمېسیون ویاند محمد رضا فیاض پژواک ته وویل، د شکایتونو کمېسیون وړاندوینه کړې وه چې د معترضو نوماندانو له خوا به په دومره کچه شکایتونه ثبت شي.
فیاض وايي چې د شکایتونو یاد شمېر به د شکایتونو کمېسیون له ننګونو سره مخ نه کړي او دوی به له قانون سره سم پر ټاکلي وخت کې ټول شکایتونه وڅېړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې ډیری شکایتونه د ټاکنو ورځې د تخنیکي ستونزو په اړه دي چې په قانوني توګه به ورته رسيدنه شي.
د یادونې ده، د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ٢٥٥٨ شکايتونه ثبت شوي وو چې د ١٣ ورځو په موده کې وڅېړل شول.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.