Add new comment

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې د ولسمشرۍ د لومړنيو پايلو د اعلان هرکلى يې وکړ، وايي، تردې وروسته څوک نه شي کولای پر افغانستان د ټوپک پر زور حکومت وکړي او په دې اړه خیالونه هم خام او بې ځایه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې ولسمشر محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى وګاڼه.
نوموړي چې نن ماښام په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې وينا کوله، وويل، له ابهامه د روښنایۍ، له تفرقې د یووالي او د بې اعتمادۍ د اعتماد جوړونې په لور درومي او د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې موخه هر مساوي افغان ته مساوي خدمت دی.
ده زیاته کړه: «د افغانستان خلک نننۍ بریا منځ ته راوړه، رايه یې ورکړه او موږ یې نن بریا نمانځو.»
د هغه په وینا، د دولت جوړوونکې ډلې موخه جمهوریت دی او نن جمهوریت تامین شو، جمهوریت دوامداره دی او جمهوریت د هېوادوالو محور دی او نن د هېوادوالو جشن دی.
محمد اشرف غنی همدارنګه د ټاکنو  خپلواک کمېسیون څخه د مننې په کولو سره وویل، د ټاکنو په تړاو ځينې شکایتونه هم لري او هغه به له لازمې او قانوني لارې مطرح کړي.
د ده په خبره، د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده او دوی د جمهوري ریاست ژغورونکي دي.
ده دغه راز وويل: «زه له افغان مېرمنو چې په ټاکنو کې یې ۳۱ سلنه ګډون وکړ، ډېره مننه کوم. همدارنګه هېوادوال دې ډاډه واوسې چې د دولت جوړوونکې ډله په واک کې په بشپړه توګه ستاسو هر یوه استازیتوب کوي.»

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.