Add new comment

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا خبر ورکړی چې په نېږدې راتلونکي کې به «د ټاکنو د بحران د بدیل» طرحه وړاندې کړي او وایي چې د ټاکنو کمېسیون هغه کمېشنران سلب اعتماد کوي چې د خلکو په رایو کې یې لاس وهنه کړې
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا نن په کابل کې خبري ناستې ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، دغه شورا د رایو بیا شمېرل او د ټاکنو کمېسیون د طرزالمعلونو او لوایحو سره په جدي مخالفت کې ډېرې رایې مشخصې کړې او مردودې یې شمېږي.
سرچینې زیاته کړې: «له سیستماتیکو درغلیو راوتلې پایلې بحران رامنځته کوونکي او غیر عادلانه تحلیلوو او نه یې منو.»
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه کمېشنران چې د ولسمشرۍ نوماندانو له خوا ټاکل شوي وو، د ناوړه مدیریت او رایو کې د لاسوهنې له امله د باور وړ نه بولي او د ولسمشرۍ نوماندان حق نه لري چې دوی سلب صلاحیت کړي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو سلب صلاحیت ته په اشاره وویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنرانو ته ددغه شورا یو جدي ګواښ دای دی چې بې طرفانه عمل به کوي.
هغه زیاتوي، ټاکنې په کمېسیون کې د تیارۍ په نوم مهندسي شوې او هېڅکله به د افغانستان د خلکو شورا ددغه ډول ټاکنو پایلې ونه مني او هېڅ ډول د منلو ندي.
د نوموړي په خبره، ټاکنې له خپلې اصلي تګلارې منحرفې شوې، په یاد بهیر کې لاسوهنه ډېره شوې او ان حاکم ټېم په کمېسیون کې داسې کسان ګومارلي چې د مشخص ټېم لپاره تقلبي رایې په سیستم کې شاملې کړي.
مسعود زیاته کړه: «موږ د ټاکنیز بحران په داخل کې یو او اندېښنه لرو چې دغه بحران په ملي بحران بدل نشي او په یاد بهیر کې کورنۍ او بهرنۍ لاس وهنې ډېرې شوې دي.»
نوړموړي خبر ورکړ چې د نوماندانو شورا اجازه نه ورکوي چې څوک په تقلبي رایو راشي او پر خلکو حکومت وکړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له نمایندګۍ او په کابل کې ددې نمایندګۍ له استازي تدامچي یامیاموتو غواړي چې د ټاکنو د سلامتیا په برخه کې د نړیوالو ارزښتونو او اصولو په رڼا کې بې طرفه رول ثابت او شکونه له منځه یوسي.
سرچینې ددې په څرګندولو چې که د ملګرو ملتونو د سازمان استازی دغه ډول رویه غوره نکړي، دغه شورا اړه ده څو اړوند مراجعو ته شکایت وکړي.
د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې راغلي چې دا شورا د ټاکنو د بحران د بدیل په اړه طرحه جوړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به یې د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.
د ولسمشرۍ یوه بل نوماند شهاب حکیمي په خپلو خبرو کې وویل چې د شورا د بدیل طرحه د ټاکنو د بحران د مخنیوي لپاره له نړیوالو ګډونوالو او دېپلوماتانو سره هم شریکه شوې او په نږدې راتلونکي کې به په مناسبه ورځ د افغانستان له خلکو سره شریکه شي.
نوموړي د بدیلې طرحې په اړه زیات معلومات ورنکړل؛ خو وویل چې ددغې طرحې له مخې باید داسې حکومت منځته راشي چې د ټاکنو او سولې بهیر مدیریت کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د درغلي کوونکو او په فساد ککړو کمېشنرانو د محاکمې ترڅنګ وایي چې دا شورا به په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
ولسمشرۍ ته  نوماند محمد حکیم تورسن وایي چې تقلبي پایلې نه مني.
نوموړي یوځل بیا د درغلي کوونکو پر محاکمه ټینګار وکړ او وویل: «د افغانستان خلک هغه وخت پایلې مني چې درغلي کوونکي محاکمه شي او حق حقدار ته وسپارل شي.»
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، او د هغو لومړنۍ پایلې په داسې حال کې چې یوځل د تلې له ۲۷مې د لړم ۲۳مې او وروسته له هغه تر نامعلوم وخته ځنډېدلې دي، چې د ټاکنو کمېسیون د لړم يه ۱۸ د رایو کورکونې د ۸۲۵۵ محلونو بیا شمېرنه پیل کړه، خو هغه د یوشمېر ټاکنیزو ټېمونو د اعتراضونو له امله د لړم په ۲۱ ودرېده.
کمېسیون یوځل بیا اعلان کړی چې یادې بیاشمېرنې ته دوام ورکوي او په یوشمېر ولایتونو کې بیاشمېرنه پای ته رسېدلې خو یوشمېر ټکټونو له هغه سره مخالفت کړی او په ځینو ولایتو کې یې یوځل بیا د کمېسیونونو دفترونه تړلي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.